مزارشريف ( پژواک ۲۷ غبرګولي ۹۲ ): په بلخ کې که څه هم چې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت او په ځينو ولسواليو کې د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی، ددغه ولايت د پوهنې د بهير پر وړاندې  مهم خنډونه دي.
د بلخ د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغانزوی وايي، چې په دغه ولايت کې د دارالمعلمين، انسټيټيوټونو او د سواد زده کړې کورسونو په ګډون ۵۰۴ تعليمي ادارې موجودې دي،چې  پنځلس سلنه  يې ودانۍ نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو تعليمي ادارو کې ۱۰۱۹۹رسمي ښوونکي په تدريس بوخت دي، چې ۵۹۷۴ يې نارينه او ۴۲۲۵ يې ښځينه دي.
د هغه په وينا، دغه راز ۱۴۵۸ قراردادي  ښوونکي هم په مرکز او ولسواليو کې تدريسي چارې مخ ته بيايي.
لاجمير وويل، چې په دغو تعليمي ادارو کې ۵۴۰۱۷۸ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۱۱۳۶۶ تنه يې هلکان او ۲۲۸۸۱۲ تنه يې نجونې دي.
افغانزوی زياته کړه، چې د سږني ښوونيز کال په پيل کې يې ۵۹۰۰۰ نوي زده کوونکي د پوهنې په بهير کې شامل کړي دي.
په بلخ کې د ښوونځيو تر څنګ د لوړو زده کړو لسګونه دولتي او خصوصي پوهنتونونه او موسسې هم فعالې دي.
د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دم ګړۍ په دغه پوهنتون کې ۱۳زره محصلين په لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه يې نجونې او پاتې يې هلکان دي.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ پوهنتون کې محصلين د ادبياتو، ژورنالېزم، حقوق او سياسي علومو، طب، کرنې، اقتصاد، انجينري، شرعياتو، اداره او کمپيوټر ساينس پوهنځيو په برخه کې لوړې زده کړې کوي.
په بلخ کې له دولتي پوهنتون سربېره لسګونه، د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسې هم فعاليت کوي، چې د محصلينو شمېر يې تر ۲۰۰۰۰ پورې رسېږي.
ستونزې او پرمختګونه:
که څه هم په مزارشريف ښار کې د پوهنې بهير تر ډېره د پرمختګ په حال کې دی؛ خو د دغه ولايت په ولسواليو کې د پوهنې بهير د مسلکي ښوونکو او د کتابونو د کمښت له امله له خنډ سره مخ دی.
د چهاربولک ولسوالۍ د پوهنې مدير عطا محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، څومره چې خلک له زده کړو سره مينه لري او د تر لاسه کېدو لپاره يې هڅې کوي، دولت ورته په هغه کچه اسانتيا نه ده برابره کړې.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې ولسوالۍ کې د مسلکي ښوونکو او کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د بهير پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې ۳۹ ښوونځي دي، چې ۱۷ يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايي کورونو او يوشمېر نور يې په ازاده هوا کې زده کړې کوي.
عطا محمد وويل، چې  په يادو ښوونځيو کې ۲۴۶۱۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دی، چې ۱۶۳۵۰ يې هلکان او ۸۲۶۰ يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې پر وړاندې له ټولو جدي ستونزه د مسلکي ښوونکو کمښت دی، چې ۸۰ سلنه ښوونکي يې مسلکي نه دي.
د چهاربولک د پوهنې مدير وويل، چې ښوونځيو ته يې په سختۍ سره ايله ۳۰ سلنه کتابونه وېشلي دي.
دغه راز د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي هم وويل، چې د دې پوهنتون پر وړاندې يوشمېر پرتو ستونزو يې په چارو ناوړه اغېز ښندلی دی.
هغه وايي، چې د بلخ پوهنتون له ټولو ستره ستونزه د ځای نشتوالی دی او دوی له کلونو کلونو راهيسې خپلې چارې د بلخ په تخنيکم کې پرمخ بيايي.
مکمل وويل، چې په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د کابل ـ بلخ لويې لارې ته څېرمه د بلخ پوهنتون د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د بلخ پوهنتون مشر وايي، چې د بلخ پوهنتون په نوې ودانۍ کې د انجينريپوهنځي د ودانۍ چارې بشپړې، د اقتصاد او شريعاتو پوهنځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې اېښودل شوي او کار پرې روان دی.
د ده په خبره، چې د انجينرۍ پوهنځي ودانۍ د پاکستان هېواد له خوا د ۱۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
نوموړی زياتوي، د بلخ پوهنتون د نجونو د ليلې ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوي، چې  د امريکا د بهرنيو چارو وزات د ۲،۲ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به جوړه شی.
هغه وايي، دغه راز د عامه ادارې پوهنځي ودانۍ چارې هم پيل شوي، چې د GIZ موسسې د ۲،۲ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
  خلک:
د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اکرم وايي، چې درې زامن يې د ولسوالۍ په مرکز کې زده کړې کوي، چې علمي سويه يې خورا ټيټه ده.
نوموړي زياته کړه، چې دولت د ولايت د مرکز په پرتله په ولسواليو کې د پوهنې په برخه کې د اړتيا وړ چارې نه تر سره کوي.
د هغه په وينا، په داسې حال کې، چې د ښوونځيو څلور مياشتنۍ ازموينې په نږدې کېدو دي، لا يې هم يوه زوی ته چې په دوولسم ټولګي کې دی، پوره کتابونه نه دي ورکړي.
محمد اکرم وويل، په داسې حالاتو کې به يو زده کوونکی څنګه ښه تعليم وکړای شي او په کومه سويه به د کانکور په ازموينه کې بريالی شي.
نوموړي زياته کړه، اولادونو ته يې د حکومت له لوري د کتابونو نه ورکړه له زغم وتلې ده او افسوس کوي، چې له لس کاله وروسته هم حکومت زده کوونکو ته کتابونه نشي ورکولای.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين هم په ټول ولايت کې په عمومي توګه د کتابونو د کمښت او په ولسواليو کې د مسلکی ښوونکو د کمښت پخلی کوي.
د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغانزوی وويل، چې په مزار ښار کې د مسلکي ښونکو د کمښت ستونزه په نشت حساب ده؛ خو په ولسواليو کې لا هم دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې له ښاره ولسواليو ته مسلکي ښوونکي په کم معاش زړه نه ښه کوي او په ولسواليو کې مسلکي ښوونکي کم دي.
د هغه په وينا، د يادې ستونزې د حل په موخه يې د ښوونکو د روزنې او مسلکي زده کړو لپاره انسټيټيوټونه جوړ کړي، چې ورسره به په لنډ وخت کې دغه ستونزه هم ختمه شي.
لاجمير د کتابونو د کمښت په اړه وويل، چې دغه ستونزه يواځې په ولسواليو کې نه، بلکې د ولايت په مرکز کې هم شته .
نوموړي د کتابونو د کمښت پړه پر پوهنې وزارت واچوله، چې په پوره توګه يې ورته نه شی رسولی.
د هغه په وينا، په روان ښوونيز کال کې دوی د دوولسم ټولګيو ۶زره زده کوونکي لري؛ خو د پوهنې وزارت ورته يواځې د دغو زده کوونکو لپاره ۲ زره کتابونه استولي دي.
ښوونکي او زده کوونکي:
د بلخ ولسوالۍ د ده راضي لېسې ښوونکی غلام علي وايي، چې د تدريس په برخه کې ستونزې نه لري؛ خو زياتوي، چې د کتابونو او تخنيکي وسايلو له کمښته کړېږي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د مسلکي ښوونکو کمښت د ښوونې او روزنې پر وړاندې ستر خنډ دی؛ خو د دوی په ښوونځي کې دغه تشه ډکه شوې ده.
غلام علي وويل، چې په ډېری ټولګيو کې يې ميز او څوکۍ له منځه تللي دي، چې زده کوونکي يې پر ځمکه لوست کولو ته اړ دي.
خو د دهدادي ولسوالۍ د امام بکري ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی محمد اسلم وايي، چې که له يوې خوا د کتابونو له کمښت سره مخ دي، له بلې خوا يې ښوونکي هم په ښه توګه خپله دنده نه تر سره کوي.
نوموړي زياته کړه، چې هره ورځ يې د تدريس لومړی ساعت د ښوونکي د ناوخته راتګ له امله په ځنډ پيلېږي.
د هغه په وينا، کله چې په ځمکو کې د کر او کروندې چارې ډېرې شي؛ نو د ښوونکو غير حاضري هم ورسره ډېره شي، چې له امله يې  هر کال ښوونيز نصاب نيمګړی پاتې کېږي.
روڼ اندي:
په مزارشريف کې د پوهنيزو چارو کارپوه پوهندوی غلام صديق پژواک اژانس ته وويل، چې ولس د تېرې لس کلنې دورې په تېرېدو د پوهې په ارزښت پوه شوی دی.
نوموړي زياته کړه، څومره چې په دغه موده کې ولس د تعليم په ارزښت پوه شوی، دولت په هغه کچه اسانتياوې ورته نه دي برابرې کړي.
د هغه په وينا، په بلخ کې د پوهنې په برخه کې روانې هڅې تر ډېره د دغه ولايت تر مرکز مزارشريف ښار پورې را لنډې او په ولسواليو کې د ښوونې او روزنې چارې ټکنۍ پر مخ ځي.
پوهندوی صديق وويل، دولت ته په کار دی ، چې د ښار او کلي دغه واټن له منځه يوسي.