مزارشريف ( پژواک د چنګاښ ٢مه، ۹۲ ) : د بلخ ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت له ۸۵سلنې څخه د ډېرو وګړو اقتصادي ژوند کر او کروندې له لارې پر مخ ځي؛ خو لا هم په دغه برخه کې د کروندګرو بنسټيزې ستونزې نه دي حل شوي.
که څه هم د کرنې په برخه کې د ځينو نهرونو د جوړېدو، د پروسس د فابريکو د جوړېدو، د باغونو د ايښودو او د کرنيزو محصولاتو لپار د مارکېټ پيدا کېدو له امله کرنيزې چارې ګړندۍ شوي؛ خو د کرنيزو اوبو د خورا کمښت ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده، چې له امله يې هر کال د دغه ولايت نږدې ۶۰سلنه کرنيزه ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
کرنه:
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه ولايت په کرنيزو چاور کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې د وړو او سترو سربندونو جوړېدو او کرنيزو محصولاتو ته  مارکېټ موندنې  کرنيزې چارې خورا ګړندۍ کړې دي.
د هغه په وينا، د مزارشريف ښار د سوداګريز حيثيت له امله د دغه ولايت کروندګرو ته د خپلو کرنيزو محصولاتو د پيرلو ښه مارکېټ برابر شوی، چې دوی د بېلا بېلو کرنيزو توکو کر ته زړه ښه کوي.
همداراز په دې وروستيو کې د باغدارۍ په برخه کې د ښه کار کولو له امله د بلخ ځينو ميو صادراتي ارزښت پيدا کړی دی.
کاتب شمس وويل، چې په بلخ ولايت کې يو ميليون او ۳۶۰ زره جريبه ابي ځمکه، ۷۵۰زره جريبه للمي ځمکه، ۵۷۵زره جريبه باغونه او ۶۹۰زره جريبه مالچر ځمکه ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت بنسټيز کرنيز محصولات غنم، پنبه، هيندواڼې، خټکي، انار، انګور، زردالو او پسته ده.
د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې د بلخ کرنې که څه هم په طبيعي توګه پرمختګ کړی دی؛ خو د کرنې په برخه کې د ياد وړ چارې نه دي تر سره شوي.
کاتب شمس وويل، چې لا هم د بلخ د ځينو ولسواليو ځمکې هر کال د سېلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وي.
نوموړي زياته کړه، چې د ځنګلونو د له منځه تلو او د سيل بر پر وړاندې د استنادي دېوالونو د نشتوالي له امله د شولګر، زارع، چمتال، نهرشاهي، خلم، چارکند او مارمل ولسواليو ځمکې هر کال د سيلابونو له امله زيانمنېږي.
د هغه په وينا، په ۱۳۹۱لمريز کال کې د سېلابونو له امله په شولګر، چارکند، زارع، خلم او نهرشاهي ولسواليو کې نږدې لس زره جريبه ځمکه د سيلابونو له امله زيانمنه شوه.
د بلخ ولايت کروندګر هم د سيلابونو د ګواښ تر څنګ په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزې ته اندېښمن دي.
د دغه ولايت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اسلم پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال اړ دی، چې د اوبو د کمښت له امله يې نيمه ځمکه بوره پاتې شي.
نوموړي زياته کړه: (( ۵۴جريبه ځمکه لرم، هر کال يې يواځې ۳۰ جريبه ته اوبه رسېږي، چې کرم يې، خو پاتې را څخه هر کال بوره پاتې وي.))
د هغه په وينا، دوی هر کال د بارني موسم ته په تمه وي، چې د للمي ځمکو تر څنګ ورسره د ابي ځمکو حاصلات هم ښه کېږي.
اسلم وويل، که چېرې دولت د بلخ ټولو کرنيزو ځمکو ته اوبه پيدا کړای شي؛ نو د دغه ولايت کرنيز حاصلات به د ټو شمال زون لپاره بسنه وکړي.
د بلخ يو شمېر کروندګر د ژوروڅاګانو د کيندلو له لارې د کرنيزو اوبو د کمښت د پوره کېدو هڅه کوي.
د چمتال ولسوالۍ د جركلا كلي اوسېدونكي عبدالحميد پژواك اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو كلونو راهيسې يې په سيمه كې اوبه په كمښت روانې دي.
نوموړي زياته كړه: ((اوړم كال بيا هم په سيندونو كې يو څه اوبه وې او د ځمكو چاره پرې لږه ډېره كېدله؛ خو تېر او سږكال له هژده نهر څخه وياله جوړه شوې ده.))
د بلخ ولايت چارواکي هم د دغه ولايت د کرنې په برخه کې بنسټيزه ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت په ګوته کوي، چې د حل لپاره يې بايد مرکزي دولت د سترو پروژو له لارې هڅه وکړي.
د بلخ د اوبو لګونې رييس انجنير عصمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د بلخ په سيندونو کې په طبيعي توګه د اوبو د کمښت له امله کرنيزې اوبه کمې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې ، چې د دغه ولايت سيندونه په يوه ثانيه کې له ۲۵ متر مکعب څخه تر ۴۵ مترمکعب پورې اوبه ورکولی شي.
د کرنې رييس په دې ولايت کې کې  له تېرو دوه کلونو د زعفرانو کښت هم د دغه ولايت د کرنې په برخه کې ستر پرمختګ وباله.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت تر دې عام شوى، چې تخم يې هم په همدې ولايت کې تر لاسه کېدای شي.
ده وويل ،په لومړي کال کې کروندګر اړ و، چې د زعفرانو تخم له هرات ولايت څخه تر لاسه کړي.
شمس وويل، هيله من دی، چې د بلخ د زعفرانو د ټولنې له لارې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت لا پسې وده وکړي.
سوداګري او پانګونه:
د بلخ ولايت سوداګرۍ او پانګونې ته د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار او د حيرتان بندر ښارګوټي د هېواد او سيمې په کچه پرمختګ ورکړی دی؛ خو په وروستيو دوه کلونو کې د ځينو بندري ستونزو له امله د سوداګرۍ چارې ټکنۍ شوې دي.
د دغه ولايت سوداګر وايي، چې په هېواد کې د سوداګريزو چارو د قانون د يو شان نه پلي کېدو له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې زيانمنې شوي، چې په وروستيو دوه کلونو کې يې ۲۵سلنه کمښت کړی دی، چې د بندر په ځينو عوايد يې منفي اغېز کړی دی.
د بلخ ولايت د نفتي توکو او اوبلنو ګازو رياست مسوولين وايي، چې د تېر کال په پرتله يې عوايد ۵۰سلنه کم شوي دي.
د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د رياست مسوول محمد صابر ظهير پژواک اژانس ته وويل، چې د ماليې زياتوالي او د سوداګرو تر منځ ناسمې سيالۍ له امله په ۱۳۹۱ کال کې د دغه رياست عوايد ۵۰سلنه کم شوي دي.
ده زياته کړه،چې په ۱۳۹۰کال کې د ياد رياست عوايد ۸ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدل، چې په ۱۳۹۱کال کې د دوی عوايد څه کم ۴ميليونه امريکايي ډالر ته راښکته شوي دي.
د هغه په وينا ، د مرکزي دولت له خوا د ماليې د لوړوالي او د سوداګرو تر منځ د ناسمې سيالۍ له امله د دغه رياست په عوايدو کې کموالی راغلی دی.
د نفتي توکو او اوبلنو ګازو رييس د دغه رياست د عوايدو په کمښت کې د يادو لاملونو تر څنګ د ځينو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه هم وګڼله، چې هڅه کوي، نفتي مواد د دوی د بندرونو له لارې افغانستان ته وارد شي.
نوموړي زياته کړه: ((پاکستان او ايران د ازبکستان له لارې په زياته پيمانه د نفتي موادو وارداتو اندېښمن کړي دي، دوی د خپلو لاسوهنو له لارې هڅه کوي، چې د افغان سوداګرو لوری د تورخم او هرات بندر ته واړوي، چې افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو ګټه دوی ته ورسېږي.))
د بلخ يو شمېر سوداګر بيا د مرکزي دولت نه پاملرنه او په حيرتان کمرګ کې  سوداګرو ته د اسانتياوو نشتوالی د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د عوايدو د کمښت لامل ګڼي.
د مزارشريف سوداګر سيد طاهر روشن زاده پژواک ته وويل، چې مرکزي دولت په هغه کچه چې ورته اړتيا ده د هېواد کمرګونو ته پام نه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په ډېری کمرګونو کې سوداګريز توکي پرته له دې چې قانوني ماليه دولت ته وسپاري په قاچاقي توګه او يا هم د رشوت ورکولو له لارې واردېږي.
د هغه په وينا، دا چې په حيرتان کمرګ کې تر ډېره دوی ماليه سپاري ، نو له امله يې په ازاد بازار کې له نورو سوداګرو سره سالمه سيالي نه شي کولی.
روشن زاده وويل، چې له همدې د نفتي موادو ځينو سوداګرو له حيرتان بندر څخه مخ ګرځولی، چې له امله يې عوايد کم شوي دي.
د نفتي موادو او اوبلنو ګازو رييس ظهير په دغه رياست کې د اداري فساد شتون په کلکه رد  او زياته يې کړه، چې له همدې امله ځينې سوداګر د هېواد نورو کمرګونو ته تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له ۱۳۹۱کال څخه مخکې د هېواد ۷۰سلنه نفتي مواد د حيرتان بندر له لارې هېواد ته وارېدېدل، چې په تېر کال کې دغه کچه خورا کمه شوې ده.
د هغه په وينا ، که چېرې په مرکزي دولت په هېواد کې د شته کمرګونو د ستونزو په اړ جدي کړنې ونه کړي؛ نو شته کمرګي عوايدو کې به هم کمښت راشي.
د بلخ والي عطا محمد نور هم مني، چې په حيرتان بندر کې ستونزې پيدا شوي، چې له امله يې سوداګري ساړه شوي او که حالات همداسې روان وي، نو ممکن له دغه بندره وتښتي.
ده د ستونزو د لامل په اړه وويل، چې په بلخ ولايت کې د مرکزي دولت ټولې قانوني سپارښتنې په پوره توګه پلی کېږي؛ خو په نورو بندرونو کې په سمه توګه نه پلی کېږي، چې توپير رامنځ ته کېږي.
د ماليې وزير عمر زاخېلوال بلخ ته دسفر پر مهال ونه منله، چې د حيرتان بندر سوداګريزې چارې د قانون د پلی کېدو له امله ټکنۍ شوې دي.
نوموړي زياته کړه، دا سمه ده، چې د تېر کال په پرتله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ۲۵ سلنه کمې شوي، خو لامل يې د قانون عملي کول نه دي.
د هغه په وينا، دحيرتان بندر د سوداګريزو چارو د کمرنګه کېدو لامل يواځې کمرګي قانون نه دی، چې ګويا په حيرتان بندر کې عملي کېږي او په نورو ښارونو  او بندرونو کې په سمه توګه نه عملي کېږي.
زاخېلوال وويل: ((د کندوز د شېرخان بندر چټکتيا او د فارياب د اقينې بندر ارتقا هم د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو باندې منفي اغېز کوي، ځکه چې درې واړه د شمال زون بندرونه دي.))
نوموړي زياته کړه، چې د بندري سوداګريزو چارو کمښت يواځې په حيرتان بندر کې نه، بلکې په تورخم، اسلام قلعه، نيمروز او نورو بندرونو کې هم کم شوی دی.
د بلخ د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي که څه هم په دغه ولايت کې د سوداګريزو چارو په برخه کې د شته ستونزو پخلی کوي؛ خو زياتوي، چې بيا هم په دغه ولايت کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ميلياردونو افغانۍ پانګونه شوې ده، چې زياته برخه يې حيرتان بندر جوړوي.
نوموړي زياته کړه، چې د حيرتان بندر له لارې د خوراکي توکو په برخه کې اوړه، غنم، بوره، چای، غوړي، حبوبات او داسې نور توکي، د تعميراتي توکو په برخه کې سيخ ګول ، اهن چادر، چارتراش لرګي، انګلارن، پروفيل  او داسې نور مواد، د نفتي موادو په برخه کې پترول، ډيزل، ټي يو او ګاز واردېږي.
همداراز له دغه بندر څخه مميز، د قرقل، پسونو او غويانو پوستکي، کچالو، انار، انګور، پسته او داسې نور توکي صادرېږي.
د هغه په وينا، په وروستيو دوو کلونو کې د حيرتان بندر او د مزارشريف هوايي ډګر پورې د ۷۹ کيلومتره د رېل کرښې د جوړېدو له امله هم د دغه ولايت سوداګريزې چارې ګړندۍ شوې دي.
يونسي وويل، چې په مزارشريف ښار ختيځ او سوېل خواوو کې دوه صنعتي پارکونه دي، چې دفابريکو د جوړولو برخې ته يې خورا پرمختګ ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه، په مزارشريف ښار او حيرتان بندر کې ۲۱۳ توليدي او صنعتي فابريکې جوړې شوې، چې ۱۰سلنه يې سترې، ۲۰سلنه يې منځنۍ او ۷۰سلنه يې وړې فابريکې دي.
لاسي صنايع:
په بلخ ولايت کې په عامه توګه سوداګريزو چارو د هېواد په کچه پرمختګ کړی دی؛ خو د لاسی صنايعو سوداګريزې چارې بيا د نورو سترو سوداګريزو چارو په پرته ټکنۍ شوې دي.
د سوداګرۍ او صنايعو رييس محمد هاشم برنا وويل، چې لاسي صنايع د دغه ولايت له مهمو توليداتو څخه ګڼل کېدل، چې په دې وروستيو کې يې د مناسب بازار د نشتوالي له امله توليد او سوداګرۍ کم رنګه شوې ده.
  نوموړي زياته کړه، چې بازار ته په ارزانه بيه د ايراني او ترکي قالينو راتګ د وطني لاسي قالينو مارکېټ ته زيان رسولی، چې له همدې امله يې د توليداتو کچه هم ټيټه شوې ده.
په مزارشريف كې د شمال زون د غاليو اوبدنې د ټولنې مشرعبدالستار بېكزاده پژواك اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت كې د غالۍ اوبدنې د صنعت د تېر په پرتله خورا کم رنګه شوی دی.
نوموړي زياته کړه ، چې د وطني غاليو اوبدونکي ته کمه حق الزحمه ورکول، د غاليو د مارکېټ کم رنګي او په نړيواله کچه د افغانستان له خوا د غاليو په برخه کې د کوم ځانګړي پورتوکول نشتوالي له امله په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې د تېرو كلونو په پرتله د غاليو د توليد كچه پنځه برابره ټيټه شوې ده.
نوموړي زياته كړه، چې درې كاله مخكې په شمال كې په كال كې يو ميليون او ۵۸۶زره متره مربع غالۍ توليدېدې، په داسې حال كې چې په دې وروستيو هر کال په منځنۍ کچه، څه كم درې لكه متره مربع غالۍ توليد شوې دي.
د هغه په وينا، درې كاله مخكي د غاليو كلني توليدات يو ميليون او ۵۸۶زره متره مربع و، چې په تېرو دوه کلونو كې درې لكه متره مربع غالۍ په ټول شمال كې توليد شوې دي.
چارواكي كه څه هم د سوداګرو او غالۍ اوبدونكو ستونزې تاييدوي، خو وايي چې له تېر كال را هيسې دولت په شمال كې د غاليو د صنعت د ودې په موخه يو لړ هڅې روانې كړې دي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست رييس برنا وويل، چې اوړم کال په مزارشريف كې د غاليو د طرحې او ډيزاين يو مركز پرانيستل شو، چې په هرو درېيو مياشتو كې ۴۵ كسان د دغه هنر په برخه كې روزي.
نوموړي زياته كړه، دغه راز د امريكا متحده ايالاتو په مالي مرسته د غاليو يوه ستره فابريكه د جوړېدو په حال كې ده، چې په كې به د غاليو مينځل، ټكان وركول، بياتي كول او داسې نورې چارې ترسره کېږي.
په مزارشريف ښار کې د لاسي صنايعو د سوداګريزو د ټولنې غړي ماريا رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې لا هم د لاسي صنايعو توليد ښه دی ، خو د مارکېټ موندنې په برخه کې سيمه ييز حيثيت لري.
نوموړې زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د مېرمنو د سينګار له توکو او جامو څخه د کور د سينګار تر توکو پورې لاسي صنايع له تارونو، مريو، تيږو او داسې نور خامو موادو څخه جوړېږي.
نوموړي زياته کړه، لا هم لاسي صنايعو بازار سيمه ييز حثييت لري، چې تر ډېره بهرنيو ملکونو ته د صادراتو په برخه کې يې وړ هڅې نه دي شوي.
د سوداګريزو خونو رييس برنا هم وويل، چې له چين او نورو ملکونو څخه واردېدونکي لاسي صنايعو که څه هم د بلخ د لاسي صنايعو بازار يو ځه کم رنګه کړی ، خو لا هم افغاني لاسي صنايع خپل ځای لري، چې د کمې پاملرنې له امله به مارکېټ کې ښه ځای پيدا کړای شي.