ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٨): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې ټاکنې ملي او د هېواد برخليک ټاکونکې پروسه ده او ټول خلک بايد په کې ګډون وکړي.
دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې نه يواځې خلک په ټاکنو کې له ګډونه منع نه کړي، بلکې په دې ملي پروسه کې د ګډون لپاره دې له ټاکنيزو کارکوونکو سره مرسته هم وکړي.
په دې اړه د ګردېز د بلندمنزلو ښارګوټي اوسېدونکی نصيب جان يوسفي د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټاکنې تر ډېره په ولس پورې اړوند دي او راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د مشروع دولت رامنځته کېدو لپاره اساسي پديده ده.
يوسفي وويل: ((هره وسله واله ډله بايد دې مسئلې ته ډېر پام وکړي او خلک پرېږدي چې لاړ شي په ټاکنو کې برخه واخلي، خپل راتلونکی خپله وټاکي او د هېواد لپاره ښې تګلارې ته رايه ورکړي.))
دغه راز د ښځو د حقونو فعاله زکيه اختري ټاکنې د سالمې راتلونکې لپاره لازمه چاره يادوي او وايي چې ځيني خلک د بېلابېلو دلايلو له مخې د دې پروسې د مخنيوي هڅه کوي.
اختري پژواک ته وويل: ((ټاکنې يواځې په دې دور کې نه کېږي، که موږ د نبي کريم (ص) وخت ته فکر وکړو، نو هلته به بيعت کېده چې د اوسنيو ټاکنو قياس دی؛ نو اوس هم دا د هر وګړي حق دی. له مخالفو وروڼو زما دا غوښتنه ده چې هغوی هم په دې پروسه کې ګډون وکړي.))
مدني فعال لايق وحدت ټاکنې د دې لپاره هم اړينې بولي چې د ولس په اراده ټول منلی مشروع دولت رامنځته او بېرته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
وحدت وايي: ((که ولس په ټاکنو کې ګډون وکړي او وړ نوماند ته رايه ورکړي چې نوی او قوي حکومت رامنځته شي او بيا وکولای شي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.))
د ګردېز اوسېدونکی وحيدالله وايي چې طالبان دې د افغانيت ثابتولو لپاره هم په دې لويه او برخلیک ټاکونکې پروسه کې د خلکو د ګډون درناوی وکړي او د چا مخنيوی دې نه کوي.
ده زياته کړه: ((له وسله والو طالبانو مو د ځوانانو په توګه دا غوښتنه ده چې دا ملي او سرنوشت سازه مسئله ده او خلک دې پرېږدي چې په ازادانه ډول رايه ورکړي. له طالبانو هم غواړو چې د هېواد په ګټه په ټاکنو کې برخه واخلي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خلکو دا غوښتنه مهمه او پر ځای بولي او وايي که وسله وال طالبان په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخنيوی او په ټاکنيزو مرکزونو بريدونه ونه کړي، نو د هېواد په دې لويه سياسي مسئله کې به يې سالم رول ترسره کړی وي.
د ياد کمېسيون وياند شېرعلي فيضي پژواک ته وويل: ((هيله مو دا ده چې وسله وال مخالفين خلکو ته اجازه ورکړي چې ولس په ازاده او د امن په فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ شايد يوه ورځ دوی هم د سياسي پروسې برخه شي.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ګردېز د اوسېدونکو ياده غوښتنه پر ځاى نه بولي او وايي چې ټاکنې دوى ته د منلو نه دي او تر وسه به يې د مخنيوي هڅه وکړي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.