ګردېز(پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او ځوانانو د اصلاحي جرګې په چوکاټ کې د دغه ولايت په ځينو مهمو مسايلو ګډه مشورتي ناسته وکړه او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې د کړو ژمنو د پيل او پلي کولو وخت دې مشخص کړي.
دوی وويل، که له دغه ولايت سره د مهمو چارو او پروژو شوې ژمنې عملي نه شي، نو د راتلونکو ټاکنو او سياسي حرکت لپاره به د بلې لارې ټاکلو پرېکړه وکړي.
قومي مخور ښايسته جان احدي وويل چې له پکتيا سره يوازې ژمنې کيږي، خو تر اوسه يې په هېڅ ژمنه عمل نه دی شوی.
احدي دغه ولايت ته د لومړۍ درجې امتيازاتو ورکول، د لويو او اساسي اقتصادي پروژو پلي کول، د ځينو لويو لارو او سړکونو رغونه، د پکتياوالو کادرونو ګومارل، ښاري ماسټر پلان، تعليمي او روغتيايي برخو کې د پروژو پلي کول او ځينې نورې چارې مهمې بولي.
نوموړي پژواک ته وويل:((نننۍ غونډه دلته پاتې کېدونکې نه ده، تر دې وروسته د مرکز په شمول ولسواليو او ټولو ځايونو ته سفرونه کوو. موږ د خپل حق د غوښتلو لپاره دا غږ اوچتوو، په تېر کې چې کومې وعدې شوې دي، لومړی د هغو عملي کېدل غواړو. پکتياوال نور هغه څوک نه دي چې خاص په وعدو غلط شي، موږ عمل ګورو، عمل کوو.))
دغه راز مدني فعال منوچهر مل وويل چې ولسمشر د کابينې د غړو په شتون کې د پکتيا اوسېدونکو ته ويلي و، چې تر اوسه يې دغه ولايت ته پام نه دی کړی او تر دې وروسته د ياد ولايت نوبت دی او د لومړيتوب په ډول به ځينې مهمې پروژې په کې پيل کړي، خو په خبره يې تر اوسه د دې پروژو هېڅ څرک نشته.
مل وايي:((متاسفانه پکتيا ته د ولسمشر ټول سفرونه له وعدو ډک و، خو تر ننه هېڅ يوه نه ده عملي شوې. د پکتيا خلک په تېرو ټاکنو کې په تمامه معنا له اوسني ولسمشر سره ودرېدل او رايه يې ورکړه چې مهم کارونه ورته وکړي، خو اوس چې د رياست جمهوري دورې خلاصېدو ته يوازې درې مياشتې پاتې دي، هېڅ يوه يې نه ده عملي شوې.))
يوبل مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې د پکتيا اوسېدونکو په هر ډول سختو حالاتو کې د دولت پوره ملاتړ کړی، خو د حکومت له خوا د عمل په ډګر کې بيا هېر شوي دي.
نوموړی زياتوي چې دا يې د ژمنو شويو پروژو او کارونو د تر سره کېدو په اړه وروستی غږ دی.
اصف خېل وويل:((ولسمشر د پکتيا له ولس سره د کمپاين پرمهال ۱۳ ژمنې کړې وې، چې تر اوسه يې يوه هم نه ده تطبيق شوې، خلک ډېر خواشيني دي. بدبختانه دې زون او خصوصا پکتيا ته په تېرو پنځه کلونو کې هېڅ کار ونه شو.))
همدارنګه انجنير تاج محمد ګردېزى وايي چې تر دې وروسته هېڅکله په تشو ژمنو نه تېروځي او که شوې ژمنې د مشخص مهال وېش له مخې عملي نه شي، ټول به په ګډه له بل انتخاباتي ټيم سره يو ځای شي.
ګردېزي وويل:((د ولسمشرۍ نوماندان له پکتيا سره ډېرې وعدې کوي، خو کله چې بريالى شي بيا د پکتيا د خلکو اړتياوو او ستونزو ته هېڅ پام نه کوي. د پکتيا ټول ولس به متحدانه له داسې انتخاباتي ټکټ سره يو ځای شي چې قوي تضمين ترې واخلي، چې ټولو ستونزو ته يې رسيدګي وکړي.))
دوی ولايتي اداره هم د چارو په نه تر سره کېدو کې پړه بولي او په ناغېړۍ يې تورنوي.
خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي چې ولايتي ادارې د شويو ژمنو او چارو په تر سره کېدو کې تر وسه هڅې کړې، خو د تدارکاتو پڅ کار او د وزارتونو کم ظرفيتي د ډېرو چارو په مخ کې خنډ ده.
کټوازي پژواک وويل:((کار وزارتونه کوي، موږ خپلې غوښتنې ور سره شريکوو، جدي يې ور سره تعقيبوو او له ولسمشر نه بوديجه ورته پيدا کوو، ما مخکې هم ويلي او بيا هم وايم چې د پروژو د ځنډ ستونزه نه په ولسمشر کې ده او نه په ولايتي ادارو کې، د وزارتونو تدارکاتي سيسټم ډېر کمزوری دی، ټولې پروژې همدوی ځنډوي.))
ولسمشر پکتيا ته په خپل وروستي سفر کې منلې وه، چې دغه ولايت ته په تېر کې کار نه دی شوی او نوموړی به له خپلې ژمنې سره سم ځينې مهمې پروژې پلې او دا ولايت به په اقتصادي زون بدل کړي، خو د شاوخوا لس مياشتو په تېرېدو لا د هغو پروژو چارې هم نه دي پيل شوې، چې نوموړي يې خپله پرانيسته کړې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.