پلخمري (پژواک، ١٢ لړم ٩٧): په بغلان کې ځينې معترض نوماندان وايي، له بايومټريک پرته ټولې رايې بايد باطلې اعلان شي او که دغه کار ونه شي، نو دوى به پراخ مدني حرکتونه ترسره کړي.
دغه څرګندونې له بغلان ولايت څخه ولسي جرګې ته يو شمېر معترضو نوماندانو د لړم په ١٢مه مرکز پلخمري کې د خبري غونډې پرمهال وکړې.
د دغو کسانو په استازيتوب ولسي جرګې ته نوماند جنرال حبيب اندرابي وويل چې په دې ولايت کې ټاکنې سمې نه دي ترسره شوي او اړوندې ادارې بايد دغه ستونزه هواره کړي.
ده زياته کړه: ((دا درېيم ځل دی چې وایو په مرکزي بغلان، تاله برفک، نهرین، برکه او دوشي ولسوالیو کې ترسره شوې ټاکنې د قناعت وړ نه دي، که تر سبا مو غوښتنې ته ځواب را نه کړل شي، پر لویو لارو به مظاهرې پیل کړو.))
دغه راز له بغلان څخه ولسي جرګې ته نوماندې ګلالۍ خرد هم وویل چې تر اوسه د ټاکنيزو شکايتونو په اړه چا د دوى غږ نه دى اورېدلى.
د هغې په خبره، کمېسيون بايد له بايومټريک پرته نورې ټولې رايې باطلې اعلان کړي، ځکه د ځينو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک کړاى شوي دي.
يو شمېر نورو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغو معترضو نوماندانو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې له مخې يې اړوندو مسوولينو ته تر سبا وخت ورکړل شوى و، ترڅو د دوى غوښتنو ته ځواب ووايي.
خو د بغلان د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وويل چې د معترضو نوماندانو دغه غوښتنه پرځاى نه ده.
هغه وايي: ((د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو پرېکړه کړې، که له بايومټريک پرته هم رايې وي او ناظرين يې تاييد کړي، مشکل نه لري، خو په کومو ځايونو کې چې صندقونه ډک شوي وي، هغه رايې بايد باطلې اعلان شي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم له بايومټريک پرته د کارول شويو رايو د باطلېدو غوښتنه شوې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.