ګردېز(پژواک،٣لړم٩٧): په ټولنيزو شبکو کې د خپرو شويو ادعاو له مخې پکتيا کې ځينو نوماندانو او د ولسي جرګې برحاله غړو له خلکو د رايې ترلاسه کولو په موخه رايه ورکوونکو ته جعلي پيسې ورکړې دي.
د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي په يوه خپره کړې ويډيو کې ادعا کوي چې د ولسي جرګې برحاله وکيلانو نواب منګل او ګل پاچا مجيدي ته يې رايې کارولې او په بدل کې يې دوه سوه امريکايي ډالر ورکړل شوي دي.
د ياد کس په خبره، کله چې د پيسو د افغانيو معادل د تر لاسه کولو لپاره صرافي ته تللی، نو صراف امنيتي ارګانونو ته د تسليمولو ګواښ ورته کړی او ورته ويلي يې دي چې ورکړل شوي ډالر جعلي دي.
دغه موضوع تر اوسه کومې رسمي سرچينې نه ده تاييد کړې خو ولسي جرګې ته ځينې نوماندان وايي چې ځينې برحاله وکيلانو له خلکو د پيسو په بدل کې رايې اخيستې دي.
د دوی له ډلې محمدنعيم احمدزی ادعا کوي چې برحاله وکيلانو او نوماندانو له خلکو د پيسو په بدل کې رايې اخيستې، خو د جعلي پيسو په اړه څه نه وايي.
ده وويل: ((برحاله د ولسي جرګې وکيلانو خلکو ته پيسې ورکړې دي، د دې ويډيوګانې موجودې دي، د محل مخې ته به يې موټر ولاړ و، کس به چې راته ورته ويل به يې چې دوه زره افغانۍ واخله او ما ته د رايې د ټېک مارک تصوير وښيه.))
د ډنډ پټان ولسوالۍ د کلينيک په ښځينه محل کې د يوه نوماند ناظره د ټاکنو په پروسه کې د درغليو خبره کوي او وايي چې نوماندانو د رايو خپلولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخيستی دی.
هغه پژواک ته وويل: ((خلکو ويل چې ځينې کانديدان په پيسو رايې اخلي او ډېرې پيسې ورکوي؛ بلې ما په خپله ليدل چې ښځې به راغلې، نو نجلۍ به پورته شوه او ورته ويل به يې چې زه به د کانديد په پيداکولو کې در سره کومک وکړم، هغې به ورته د بل کانديد عکس وښود او بل چا ته به يې ټېک مارک وکړ.))
د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم په ټاکنو کې د درغليو خبره کوي او وايي چې برحاله وکيلانو له مختلفو لارو له خلکو رايې اخيستې دي.
قادري وويل: ((موږ اسناد او شواهد د شکاياتو کمېسيون سره شريک کړي، هغوی موږ ته ډاډ راکړ، خدای دې وکړي هغه رقم شي. پنځه برحاله وکيلانو سره هم دولت همکار و او هم ډېر غټ فساد او اختلاس دوی کړی دی. دوی په بايومټريک سيسټم او شفافې پنځه رايې هم نه لري.))
خو د ولسي جرګې برحاله وکيلان او نوماندان نواب منګل او ګل پاچا مجيدي ياده ويډيو جعلي بولي او د جعلي پيسو وېشل ردوي.
نواب منګل وويل: ((دا ويډيو يوه توطيه ده، ما هيچاته جعلي پيسې نه دي ورکړي.))
ګل پاچا مجيدي هم دا ادعا ردوي او وايي:((دا خبره سمه نه ده، دا يوه دسيسه ده، موږ هيچا ته جعلي يا همداسې پيسې نه دي ورکړي د رايو لپاره.))
د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر هدايت الله عصمتي وايي چې د ټاکنو په اړه ور سره شاوخوا پنځه سوه شکايتونه ثبت شوي او دوی يې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
عصمتي پژواک ته وويل چې په شکايتونو کې ورته د پيسو د وېش شکايت هم شته او د دوی له څېړنې وروسته به يې کره خبره معلومه شي.
دی وايي: ((موږ سره ټول شکايتونه ثبت شوي، په ټولو مواردو کې، حتی تخلفات او تخطۍ موږ ثبت کړې او دا خو جرمي وصف لري او حتمن ثبت شوی او تر بررسي لاندې دی، وروسته له دې چې بررسي تکميل شي، د پکتيا ولايت د کمېسيون رهبري به قانوني پرېکړې وکړي.))
د يادونې ده چې د تلې د مياشتې په ٢٨ او ٢٩ مه نېټو په هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې وشوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.