ګردېز (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): په پکتيا کې د ولسي جرګې نوماندان د ټاکنيزو کمپاينونو له نا انډولۍ شکايت کوي او وايي چې د ولسي جرګې برحال غړي له دولتي امکاناتو او واکونو ګټه اخلي.
دوی د ولسي جرګې د نوې دورې تر پيله د ولسي جرګې د برحاله غړو د واکونو ځنډول غواړي او وايي چې دا چاره له يوې خوا له اصولو سره سمه نه ده او له بلې خوا د دوی د بري چانس کموي.
له پکتيا ولسي جرګې ته نوماند جمعه ګل افغان د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری خلک له شته پارلمانه ناخوښه دي او نه غواړي چې شته وکيلان يې بيا استازي شي، نو په خبره يې بايد د شفافيت لپاره له دوى څخه واکونه واخيستل شي.
افغان وويل: ((دا چې د پارلمان وکيلان له امتيازاتو برخمن دي، ظلم دی، بايد دوی بې صلاحيته شي، معاشونه پرې قطع شي او له دولتي موټرو او امکاناتو استفاده پرې بنده شي.))
دغه راز بل نوماند محمدحنيف احمدزی هم دا مسئله جدي بولي او ټينګار کوي چې د اصلاح او سم پارلمان د رامنځته کېدو او د خلکو د خوښې د تمثيل لپاره بايد د سالمې ټاکنيزې سيالۍ زمينه برابره شي.
احمدزي د دغه کار لپاره د نوې دورې تر پيله د ولسي جرګې لغوه کول مهم بولي او وايي: ((دلته دوه ډوله کانديدان دي، يو هغه دي چې هر ډول امکانات يې په واک کې دي او بل هغه چې دا امکانات نه لري.))
همدارنګه نوماندې شريفې زرمتي هم د ټاکنيزو منډو، ترړو نا انډولي اندېښمنه کړې او تور لګوي چې ځيني ملکي او نظامي دولتي کارکوونکي د برحاله وکيلانو په ګټه کار کوي.
زرمتۍ پژواک ته وويل چې بايد د وکيل او نوماند ترمنځ توپير نه وي او مسوولې ادارې دې، دې مسئلې ته پام وکړي.
دا وايي: ((په رښتيا هم ځيني ولسوالان، ځيني امنيه قومندانان او د ملي امنيت ځيني کارمندان په ځانګړې توګه د ځينو وکيلانو په خاطر کار کوي، د هغوی له طرفه ګومارل شوي دي. دا اندېښنه يوازې زما نه، بلکې د ټولو کانديدانو ده.))
دغه راز بل نوماند حاجي ايوب توتاخېل پر دولت کلکه نيوکه کوي چې د ټاکنو په برخه کې يې دغې اساسې مسئلې ته پام نه دی کړی او له وکيلانو د امتيازاتو او صلاحيتونو په اخيستو کې دې جدي اقدام وشي.
توتاخېل وايي: ((زما په نظر په دې کې کوتاهي د حکومت ده، برحال وکيلانو ته يې پوليس، رينجر او ان هاموي موټر ورکړي دي. بايد د وکيلانو پروسه تعليق شي، تر هغه چې د انتخاباتو نتيجه معلومه شي. آن وزير زراعت او وزير صحت عامه د ځينو وکيلانو په ګټه کليپونه ورکوي، دا ناانډولي نه ده؟!))
خو بلخوا برحاله وکيلان بيا دغه ادعا ردوي چې ګواکې له دولتي امکاناتو يې په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې ګټه اخيستې وي.
په دې اړه په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ابراهيم غښتلي پژواک ته وويل چې د جرګې اوسني غړي له دولتي امکاناتو استفاده نه کوي.
هغه زياته کړه: ((برحاله وکيلان له دولتي امکاناتو، پوليسو او نورو ګټه نه شي اخيستلاى، فقط د کمپايني غونډو امنيت بايد قومانداني ونيسي او هغه ټولو ته يو شان نيول کېږي. زه د ځان درته ووايم چې ګاردان او نور هر څه مې شخصي دي.))
په دې اړه د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مرستيال نجم الدين عثماني وايي، هېڅوک حق نه لري په ټاکنيزو مبارزو کې له دولتي امکاناتو ګټه واخلي او نه تر اوسه دوی ته په دې اړه مستند شکايت شوی دی.
عثماني پژواک ته وويل: ((په دې اړه موږ ته ځيني وخت فقط د اطلاع په ډول غير رسمي شکايت رسېدلی، خو تر اوسه کوم ثبوت او اسناد نه دي ارايه شوي. که ثبوت وړاندې شي موږ به جداً اقدام وکړو او که دولتي کارمندان د چا په ګټه يا ضرر کار وکړي، د ولسمشر له فرمان سره سم به له دندې عزل شي.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې دولتي کارکوونکو ته يې خبرداری ورکړی چې په رسمي وخت کې د چا په ګټه يا زيان کار نه شي کولای.
کټوازي پژواک ته وويل چې دولت ټولو نوماندانو ته په يو ډول امنيتي اسانتياوې برابروي.
هغه زياته کړه: ((د ټولو کانديدانو د مصوونيت لپاره يو ډول اقدام کېږي او نور له دولتي امکاناتو ګټه نه شي اخيستی.))
له پکتيا د پارلمان پنځو څوکيو ته د برحاله وکيلانو په ګډون اتيا کسانو ځانونه نوماند کړي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.