دويم تعقيب- لښکرګاه ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د يوه نوماند پر دفتر د ځانمرګي بريد له امله د نوماند په ګډون اته تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي دفتر ته څېرمه چاودنه وشوه.
د هلمند امنيه قوماندان تورن جنرال عبدالرزاق يعقوبي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
بل لورته د هلمند والي محمد ياسين خان وايي چې په دې پېښه کې د صالح محمد اڅکزي په ګډون اته تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
هغه وايي، کشفي ادارو ته يې امر کړى چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي او عاملين يې پيدا کړي.
بلخوا په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي چې له يادې پېښې دوى ته تر اوسه اته جسدونه او ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه بريد غندلى او ويلي يې دي:" افغانان چې په ولسواکۍ او خپل روښانه راتلونکي ټینګ باور لري، تروریستان او د دوی ملاتړي به پرې نه ږدي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر ټکنی کړي."
هغه د  امنیتي او دفاعي ارګانونو  ته لارښوونه کړې چې د ټاکنیزو کمپاینونو بهیر او د نوماندانو د امنیت ټينګښت ته لا زیات پام وکړي، ترڅو نوماندان په امن او خوندي فضا کې خپلې ټاکنیزې برنامې له ولسونو سره شریکې کړي.
د يادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هلمند کې د ولسي جرګې پر يو بل نوماند دوست محمد خدمتګار باندې هم وسله وال بريد شوى و چې له امله يې نوموړى ټپي شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.