د پکتیا والي: ځيني چارواکي او وکیلان د فساد په تور د نیول شوو کسانو د خلاصون هڅه کوي

ګردېز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيا والي وايي چې د ملي شورا يو شمېر غړي، ځيني قومي مشران او چارواکي د هغو کسانو د خلاصون هلې ځلې کوي چې د اداري فساد په تور نيول شوي دي.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د مرغومي په لومړۍ نېټه خبريالانو ته د بېلګې په توګه وويل چې څه موده وړاندې د پکتيا د پوهنې رياست شپږ کار کوونکي د اداري فساد په تور ونيول شول خو ځينو کسانو يې اوس د خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
ارسلا په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((زه د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوم خو دغه ډول لاسوهنې زما د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.))
ده له قومي مشرانو، د ملي شورا له غړو او چارواکو غوښتنه وکړه چې په فساد د ککړو کسانو د خلاصون په موخه د سفارشونو پر ځاى، ورسره په اداري فساد کې د ښکېلو کسانو په نيولو کې مرسته وکړي.
هغه وويل چې د پکتيا په مرکز ګردېز او ولسواليو کې به ټول هغه چارواکي او دولتي کار کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې په اداري فساد کې ښکېل وي.
والي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د خلکو د لومړيتوبونو پر اساس به يو شمېر رغنيزې پروژې هم پلې کړي.
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړي الله مير بهرام زوى هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر کسان پر اداري فساد د ککړو کسانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.
ده هم د چا نوم ياد نه کړ.
بهرام زوى وويل چې د پکتيا په ادارو کې د سمون په موخه بايد ټول له والي سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه په يواځې ځان دغه مبارزه نه شي ترسره کېداى.
خو په ولسي جرګه کې د پکتيا استازى مجيب الرحمن څمکنى وايي چې د ملي شورا غړي د فساد په مخنيوي کې له سيمه ييزې ادارې سره مرستې کوي خو سيمه ييزه اداره په خپله په فساد کې ډوبه ده.
هغه وويل: ((څو ورځې وړاندې چې د پوهنې رياست شپږ کارکوونکي ونيول شول، دا د ملي شورا د غړو په همکارۍ نيول شوي دي.))
څکمني ادعا وکړه چې د پکتيا د کمرګ او پوهنې رياستونو تر څنګ يو شمېر نور رياستونه تر ستوني په فساد کې ډوب دي.
ده وويل چې د پکتيا سيمه ييزه اداره د اداري فساد په مخنيوي کې پاتې راغلې او اوس پلمې جوړوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.