د هلمند والي: په ځينو برخو کې د ملي اردو ځواکونو غفلت کړى

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لړم۹۴) د هلمند والي وايي چې په دغه ولايت کې د ملي اردو ځواکونو د بې غورۍ له امله امنيتي ستونزې پيدا شوې دي.
ميرزا خان رحيمي دغه څرګندونې د لړم په ٢٣مه په لښکرګاه کې د خپل سل ورځني پلان په اړه خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت په مرکزي سيمو کې د جګړې د پيل او پراختيا لامل د امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو کمزوري اداره وه چې د ده په وينا، د دې ستونزو د هواري لپاره يې پلانونه په لاره اچولي دي.
له تېرې نږدې يوه مياشت راهيسې د دغه ولايت په مرکزي سيمو بابا جې، د نادعلي په چاه انجير او مارجې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې جګړې روانې دي.
والي زياته کړه چې ځيني پلانونه  يې د پلي کېدو په حال کې دي چې له مخې به يې د ملي اردو سرتېري به له  دفاعي حالات څخه بريدګر، حالات  غوره کوي.
د رحيمي په وينا، د يوه ځانګړې پلان له مخې به تر دې وروسته د ملي اردو سرتېري،  عمليات، جنګ او بريد به کوي، هغه لويې پوستې چې اوس مهال په بېلابېلو سيمو کې د امنيت ساتلو په موخه  ځای پر ځای دی، هغه به ملي او سيمه  ييزو پوليسو ته سپارل کېږي.
د هلمند والي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه ولايت کې د زياتو سرتېرو په شتون کې ولې جګړه پراخه شوې؟ وويل: ((په ځينو سيمو کې د ملی اردو سرتېروغفلت کړی، خپله دنده يې سمه نه ده ترسره کړې، دا ټولې ستونزې په اړوند  اداره کې دي چې تر دې وروسته به نه وي.))
نوموړي دا هم وويل چې د مرکزي سيمو د امنيت ښه کولو په موخه پراخ عمليات پيل شوي، د مارجې ډېرې سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.
د هغه په وينا، د يادو سيمو اوسېدونکو د ملي اردو او ملي پوليسو له ليکو سره د يواځې کېدو لړۍ پيل کړې ده او تر دې مهاله ٢٥٠ ځوانانو ځانونه ثبت کړي دي.
رحيمي زياته کړه چې د تېرو ۲۷ ورځو په جګړو کې  ۸۸ امنيتي سرتېري او  ۴ ملکي وګړي  وژل شوي او په همدې شمېر نور ټپيان هم شته او  تر دوه سوه ډېر طالبان هم  وژل شوي او ډېر ټپيان هم لري.
د نوموړي په وينا، د دې مرکزي سيمو په جګړو کې ۳۵ ښوونځي هم په موقت  ډول تړل شوي دي چې ګڼ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د هلمند والي وايي د هلمند جګړې د مهارولو په موخه مرکزي دولت هم  زياته پاملرنه کړې ده، يو پلاوی چې په کې په ملي شورا کې د هلمند استازي شامل وو، راغلی چې په ګډه د نيمګړتياوو د پوره کېدو په موخه  کار کوي.
والي د خپل ماموريت د تېرو سلو او راتلونکو ورځو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د قومونو د جوړښت، له مدني بنسټونو سره  د ستونزو د معلومولو، پروژو د پلي کېدو او د امنيت د ټينګښت په موخه  په کې  لارې چارې په نښه  شوې  وي.
بلخوا د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر هم وويل، د دوی يو شمېر ښوونځي  تړل شوي دي، زده کوونکي يې له زدوه کړو  بي برخې دي، خو نوموړ يې شمېر ونه وایه.
دا په داسې حال کې چې د لښکرګاه  د مرکزي سيمو او مرکزي ولسواليو جګړې پراخې او اوږدې  شوې چې تېره ورځ  په  سنګين کې هم  جګړه شوې چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ٦٥ سرتېري له خپلو وسلو او وسايلو سره  طالبانو ته  تسليم شوي دي.
په هلمند ولايت کې د ملي اردو چارواکي له رسنيو سره خبرې نه کوي، خو په کابل کې د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى د هلمند والي د پورتنيو څرګندونو په اړه څه نه وايي او يادې خبرې د هغه شخصي نظر بولي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د قوماندان په ګډون ټول چاروکي بدل شوي او نوى مشرتابه ورمعرفي شوى دى.
د جنرال وزيري په وينا، د وسله وال پوځ د لوى درستيز رييس ارکان ډګرجنرال عبدالله له تېر نږدې يوې نيمي مياشتې راهيسې په هلمند کې دى او حالات له نږدې څاري.
نوموړي زياته کړه : (( د ملي اردو ځواکونه د هلمند په ګډون د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې په جګړو کې بوخت دي، هره ورځ شهيدان او قربانۍ ورکوي ، ددې پر ځاى چې د هغوى ستاينه وشي، پر ضد يې خبرې کېږي، چې دا له دې هېواد او ملي ځواکونو سره لويه جفا د ه.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.