په ګرمسېر کې د دولتي ځمکو غصب امنيتي ستوتزې پيدا کړې

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ تلى ۹۴): د هلمند والي وايي چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې يو شمېر کسانو دولتي ځمکې غصب کړې چې له امله يې امنيتي او نورې ستونزې پيدا شوې دي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې د ګرمسېر ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو پر خپل سر دولتي ځمکې نيولې دي.
هغه زياته کړه: ((تر کومه به دا د ځمکو ستونزې روانې وي، راځئ چې د دولتي ځمکو ستونزې ته د حل قانوني لاره پیدا کړو؛ ځکه همدې ځمکو ګڼې امنیتي او نورې ستونزې راپورته کړې دي.))
د رحيمي په وينا، که چېرې د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي د يادو ځمکو له غصب څخه لاس واخلي نو د دولت له لوري به همدوى ته په اجاره ورکړل شي.
والي ګواښ وکړ که تر دې وروسته چا پر خپل سر دولتي ځمکې ونيولې نو سخته سزا به ورکړل شي.
د رحيمي په وينا، د يو پلان له مخې به د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو لړۍ هم پيل کړي.
هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې بله ستونزه د کوکنارو کرل دي.
ده د ګرمسېر ولسوالۍ له قومي مشرانو او کروندګرو وغوښتل چې د کوکنارو له کرلو لاس پر سر شي.
ده ژمنه وکړه که چېرې د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي کوکنار ونه کري نو په بدل کې به يې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر پروژې پلې شي او د کروندګرو توليداتو ته به بازار پيدا هم کړي.
دغه راز د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر عمري وويل: ((موږ کوښښ کوو چې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونيسو خلک پرې نه ږدو چې کوکنار وکري خو دولت بايد دې خلکو ته کار پيدا کړي؛ ځکه دلته وزګار خلک زيات دي.))
ولسوال وايي چې ګرمسېر ولسوالۍ د اوسېدونکو د همکارۍ له امله دغه ولسوالي د هلمند له امنو ولسواليو ده.
په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا غړي بریالي نظري وويل سره له دې چې دغه ولسوالي له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري خو وسله وال نه شي کولاى فعاليتونه په کې وکړي.
ده هم وويل چې د امنيت په ټينګښت کې خلک له حکومت سره همکاري کوي.
دغه راز د ګرمسېر يوه قومي مشر بخت میر وويل: ((موږ وړې پروژې نه غواړو، دولت دې موږ ته لويې لارې جوړې کړي، د اوبو ستونزه دې هواره کړي او زموږ محصولاتو ته دې بازار پيدا کړي.))
د هلمند چارواکو په دغه ولايت کې د غصب شوو ځمکو په اړه کره ارقام نه دي وړاندې کړي خو د غير رسمي شمېرې له مخې په دغه ولايت کې د دولتي چارواکو، عامو خلکو او د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري زرګونه جريبه ځمکې غصب شوې او په ډېرو کې يې کوکنار کرل شوي دي او ګټه يې هم د دولت وسله والو مخالفينو ته ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.