نور: له نظام سره اړيکې نه شم پرې کولى، څه چې مشران غواړي هغه به کوم

مزار شريف (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د بلخ والي عطاء محمد نور وايي چې د کندوز ښار د ناسم مديريت او بې خبرۍ له امله سقوط کړى دى.
نور دغه څرګندونې د تلې په ١٨مه په هغې غونډه کې کړې چې د دغه ولايت د مرستيال والي ظاهر وحدت چې د سرپل د نوي والي په توګه ټاکل شوى، د خداى پامانۍ په غونډه کې وکړې.
هغه د هېواد په شمال کې وروستيو نا امنيو او په ځانګړې توګه د کندوز ښار سقوط ته په اشارې سره وويل چې دغه ښار د ناسم مديريت او بې خبرۍ له امله سقوط کړى و.
خو د بلخ والي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې ناسم مديريت د چا له خوا ترسره شوى او چا په دې اړه معلومات نه درلود؟
ده زياته کړه: ((هېڅ امکان نه لري چې د ګڼ شمېر مجهزو دولتي ځواکونو په شتون کې درى سوه وسله وال طالبان، لچکان او قاتلين راشي او ښار ونيسي.))
عطاء محمد نور پر کندوز ښار د بريد کوونکو طالبانو شمېر ٣٠٠ تنه ياد کړل، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر اوسه يې د کندوز ښار په عملياتو کې تر ٥٠٠ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله والو طالبانو د روان لمريز کال د تلې په ٦مه نېټه پر کندوز ښار له دريو خواوو بريدونه وکړل او څو ساعته وروسته يې دغه ښار ونيو، څو ورځې وروسته دولتي ځواکونو د ښار د بېرته نيولو عمليات پيل کړي، خو تر اوسه يې ټول ښار په بشپړه توګه نه دى تصفيه کړى.
د بلخ والي هغه اوازې او تورونه رد کړل چې ګواکې دى د کندوز په پېښه کې غلى دى او کوم اقدام نه کوي.
ده زياته کړه: ((ما يواځې د کندوز ولايت په اړه نه، بلکې د ټول شمال په اړه مې له اختر څخه مخکې ولسمشر، اجرائيه رييس او د امنيت شورا رييس ته د ګډو عملياتو ترسره کولو مشورې ورکړې چې د هغوى له خوا يې هرکلى هم وشو.))
عطاء محمد نور وايي، چارواکو يې د مشورو هرکلى وکړ، ژمنې يې هم وکړې، خو په عمل کې هېڅ هم نه وو.
د هغه په وينا، اوس هم د خپل هېواد د ساتنې لپاره جنګ ته اماده او ډاډه دى، غواړي چې له بلخ ولايت څخه بهر په نورو ولايتونو کې هم عمليات ترسره کړي، خو ولسمشر او نورو مشرانو اجازه ورنه کړه.
ده زياته کړه: ((د حکومت د مشرانو له امر پرته له نظام سره د اړيکو په پرېکولو له خپل ولايت څخه بهر د دښمن پر وړاندې جګړه نه شم کولى.))
نوموړي د بلخ ولايت د امنيت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، سره له دې چې په ولايت کې دننه هم سياسي مخالفين لري او ورته ستونزې جوړوي، خو زياته يې کړه چې د دغه ولايت امنيت يې ټينګ ساتلى دى.
هغه زياته کړه چې له کندوز سره په پوله په خلم، چاربلوک ولسواليو او د البرز په غرنيزو سيمو يې بريالي عمليات ترسره کړي او دا ساحې يې پاکې کړې دي.
نور د افغان ملي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغوى اوس دومره امکانات لري چې دښمن وځپي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.