د هلمند والي: د بې عدالتيو او د ځمکو د غصب مخه مو نيولې

لښکرګا (پژواک، ۲۳ وږی ۹۴): د هلمند والي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت او د چارو د پرمختګ په موخه يې د بې عدالتيو او د ځمکو د غصب مخه نيولې ده.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي دغه څرګندونې د وږي په ٢٣مه له قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
د رحيمي په وينا، د کار له پيله يې هڅه کړې چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب او بې عدالتيو مخه ډپ کړي.
ده زياته کړه: ((په لښکرګاه کې یوه ځمکه څو کسانو ته  توزېع شوې ده، پارکونه، د جوماتونو ځمکې، عامه المنفعه سیمې پلورل شوې دي چې اوس يې شکایتونه تر ولایت پورې را رسېدلي دي او دا ډېر لوی جنجال دی.))
نوموړي وویل د دې ستونزې د حل په موخه يې له څارنوالۍ، ملي امنيت او نورو اړوندو مسوولينو سره خبرې کړې تر څو په اړه يې جدي څېړنه وکړي او راپور يې ده ته وړاندې کړي.
د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې ناسمه حکومتولي، د نشه يې توکو قاچاق، اداري فساد او بې عدالتيو ډېرې ستونزې زېږولې دي.
هغه زياته کړه: ((له هغې ورځې چې مې په دغه ولایت کې د والي په توګه ماموریت پیل کړی، له شکایتونو نه يم خلاص شوى تر څو د بنسټیزو پروژو، امنیت او سولې د ټینګښت لپاره کار وکړم.))
رحيمي شاوخوا درې مياشتې وړاندې د هلمند د والي په توګه دنده پيل کړه.
خو د لښکرګاه  ښاروالۍ مرستیال احمدمسعود سېلاب پژواک ته وويل چې ښاروالي پر خپل سر پارکونه او يا هم نورې شنې سيمې خلکو ته نه دې وېشلي.
هغه وايي چې ځيني ځمکې د ښار جوړونې وزارت په امر له استوګني څخه پر سوداګريزو سيمو بدلې شوې دي.
د لښکرګاه اوسېدونکي سردارمحمد پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې ښاروالۍ له پلان پرته خلکو ته لسګونه سوداګريز مارکېټونه، هټۍ او د استوګنې نومرې وېشلې دي.
د ده په وینا، اوس په ښار کې دومره  ځمکه نه ده پاتې چې  د اړتیا پر مهال  دولتي تاسیسات په کې جوړ شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.