د پکتيا خلک: د حکومت خپلمنځي اختلافات د سولې خنډ دي

ګردېز (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت د سولې کمېټې چارواکي وايي چې د سولې راوستو لپاره د ټولو خواو همکاري اړينه ده خو ښکېلې خواوې په دې برخه کې لازمه همکاري نه کوي.
د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د وږي په ٤مه د سولې کمېټې، ديني عالمانو، ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو خلکو او پکتيا کې د ملګرو ملتونو د سيمه ييز دفتر له لوري د سولې په اړه غونډه جوړه شوې وه.
په ياه غونډه کې د پکتيا د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي خالق داد وويل چې د سولې په برخه کې کافي اندازه عامه پوهاوى شوى او خلک اوس پر دې پوه شوي چې افغانستان سولې ته اړتيا لري.
نوموړی وايي: ((د سولې راوستو په برخه کې د ټولو خواوو همکاري ډېره کمه ليدل کېږي، چې دا همکاري بايد په عمل کې زياته شي تر څو عملي سوله راشي.))
هغه ټينګار وکړ چې د عامو خلکو همکاري هم د سولې راوستو لپاره اړينه ده.
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال حفيظ الله مبارز وويل چې په هېواد کې د سولې راوستو په موخه دولت بايد خپلې ټولې نيمګړتياوې لرې کړي او تر هغه وروسته دې له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي.
هغه زياته کړه: ((که دولت غواړي چې هېواد ته سوله راشي اول بايد خلکو ته کار پيدا کړي تر څو له مخالفينو سره يو ځاى نه شي.))
د هغه په وينا، د پکتيا ډېرى ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېږي.
په دې غونډه کې قومي مشر کوچی احمدزی بيا وايي چې د سولې راوستو لپاره سالمې رهبرۍ ته ډېره اړتيا ده.
ځاځى زياتوي چې په دې وروستيو کې حکومتي چارواکي په خپل منځي اختلافاتو  بوخت دي او د سولې لپاره کوم ځانګړى پلان نه لري.
هغه وويل چې دغه شان غونډې يواځې د عامه پوهاوي په برخه کې مرستې کولاى شي د سولې په عملي راتګ کې مرسته نه شي کولاى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.