د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون :  تېرې ستونزې به بيا تکرار نه شي

ګردېز (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي، د تېرو ټاکنو ستونزې به په راتلونکو ټاکنو کې يو ځل بيا تکرار نه شي.
دغه څرګندونې پکتيا ته د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د راغلي پلاوي مشر کاوون کاکړ د مدني ټولنې له غړو او قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
د مدني ټولنې په استازيتوب احمدشاه احمدزي وويل په تېرو ټاکنو کې خلکو د ټاکنو پر کمېسيون خپل باور له لاسه ورکړى او که چېرې په دغه کمېسيون کې اړين اصلاحات را نه شي، نو خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
د ده په اند، هغه مهال د ټاکنو پر وړاندې د ستونزې کچه را ټيټېږي چې امنيت ټينګښت ومومي او برېښنايي تذکرې و وېشل شي.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو بدنامېدل تر ډېره تخنيکي ستونزې او تېروتنې نه وې، بلکې د څو کسانو له خوا پر رايو باندې معامله وه.))
دغه راز د قومي مشرانو په استازيتوب جنت خان منګل وويل چې په تېرو ټاکنو کې له رايو ورکوونکو څخه په لوړه کچه کارتونه وېشل شوي وو.
هغه وايي: ((د دغه کارتونو له امله په زياتو سيمو کې د ټاکنو پر وخت ستونزې راولاړې شوې او يوه کس د يوه کارت پر ځای سل کارتونه هم جوړ کړي و او کارولي يې دي.))
د ده په وينا، په ګاونډي هېواد پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغانستان د ټاکنو جعلي کارتونه جوړېږي چې اړوند ارګانونه يې بايد دغه ځل مخه ونيسي.
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړې شکيلا منګل وويل، په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره هم بايد لارې چارې ولټول شي.
هغې زياته کړه: ((اوس مهال له ډېرو ښځو څخه په ټاکنو کې د ګډون حق اخيستل شوی او د دوی رايې هم د نارينه وو له خوا کارول کېږي او سرنوشت يې نارينه ټاکي.))
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په استازيتوب کاوون کاکړ وويل، د غونډې د ګډونوالو وړانديزونه به د دغه کمېسيون له چارواکو او نورو اړوندو ارګانونو سره شريک کړي.
د هغه په خبره، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون هڅې کوي چې د تېرو ټاکنو ستونزې يو ځل بيا په راتلونکو ټاکنو کې تکرار نه شي.
کاکړ وويل، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د ټاکنو په پروسه کې د اصلاحاتو په موخه له خلکو او بېلابېلو ارګانونو سره خبرې پيل کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.