Paktia governor vows to sack ‘unfit’ officials

ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٤): د پکتيا والي وايي چې د دغه ولايت په ډېرو ادارو کې يو شمېر کسان د اړيکو پر اساس پر دندو ګومارل شوي چې کاري ظرفيتونه يې ټيټ دي او  له امله يې د ادارو  چارې د قناعت وړ نه دي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې نصرت الله ارسلا د پکتيا د نوي والي په توګه دنده پيل کړه.
ارسلا د چنګاښ په ٣٠مه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته  وويل چې د کار له پيله يې د دغه ولايت ټولې ادارې ارزولې دي.
هغه وايي چې د پکتيا د ډېرو دولتي ادارو تر منځ همغږي شتون نه لري،د کار کوونکو کاري ظرفيتونه يې ټيټ دي او يو شمېر کسان په ادارو کې د اړيکو پر بنسټ ګومارل شوي چې دغه کار اداري  فساد ته هم لار برابره کړې ده.
د پکتيا والي وويل چې  په پام کې لري چې يو شمېر کسان له دندو ګوښه او ځيني نور له اړوندو پوستونو تبديل کړي تر څو سالم بدلون رامنځته شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتيا د دولتي ادارو پنځه سوه پوستونه يې د ازاد رقابت لپاره اعلان کړي او هغه کسان به پر دندو وګوماري چې د کار کولو توان ولري.
ارسلا دا هم وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د رغونې چارې ترسره شوې خو اوس دغه ولايت ډېرو رغنيزو چارو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه: ((اوس دلته په ډېرو کمو پروژو کار روان دى نور هېڅ د رغونې چارې نه ليدل کېږي زه کوښښ کوم چې په دغه ولايت کې رغنيزي چارې پيل شي.))
والى وايي چې د يو شمېر ستونزو له امله د مچلغو بند د جوړونې چارې له ستونزو سره مخ شوې خو هڅه کوي چې پر دې لويې پروژې يو ځل بيا کار پيل شي.
مچلغو بند د ياد ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې دى چې په جوړېدو سره به يې د برېښنا پر توليد سربېره سلګونه هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي په ٣٠ د دغه بند جوړولو تړون له يوه روسي او افغاني ګډ شرکت (ګلف او نرګو منولستراى) سره  لاسليک کړ خو تر اوسه يې يواځې شل سلنه چارې پرمخ تللې دي.
د ارسلا د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د څکمنيو ولسوالۍ پرته په نوره ټوله پکتيا کې امنيتي ستونزې نه تر سترګو کېږي.
ارسلا زياته کړه: ((زما تر راتګ وروسته د امنيتي ادارو تر منځ همغږي پياوړې شوه چې له مخې يې امنيتي تهديدونه هم را کم شول.))
هغه دا هم وويل چې تر دې وړاندې وسله والو د لويو لارو په اوږدو کې مسافر له موټره ښکته کول او له ځان سره به يې بيول خو اوس دا ستونزه هم نه ليدل کېږي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د چارو د ښه پر مخ بيولو په اړه يې له قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او نورو خلکو سره مشورې کړې دي.
تر نصرت الله ارسلا وړاندې د شاوخوا نهو کلونو لپاره جمعه خان همدرد د پکتيا د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.