"د څمکنيو ولسوالۍ په روانه جګړه کې پاکستاني ځواکونه برخه لري"

ګردېز (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې په روانه جګړه کې پاکستاني ځواکونه ګډون لري.
د يادې ولسوالۍ په لوړي سيمه کې له شاوخوا شلو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، چې دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د پکتيا د ولايتې شورا منشي محمد الرحمن قادري، نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د څمکنيو ولسوالۍ په جګړه کې له وسله والو سره پاکستاني پوځيان او امريکايي ځواکونه د هوا له لارې د وسلو او خوراکي توکو مرسته کوي.
د دې شورا غړو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې افغان ځواکونو ته دې د وسله والو پر وړاندې د جګړې امر، هوايي مرسته اوهمداډول دې د پاکستانيو پوځيانو او امريکايي ځواکونو د وسلو د وېش مخنيوى وکړي.
د هغه په خبره، د څمکنيو ولسوالۍ د لوړي سيمې ته ګڼ شمېر پاکستاني او افغان طالبان راغلي دي او په وينا يې په دې جګړه کې پاکستاني پوځيان هم د وسله والو په ليکو کې يو ځاى له افغان ځواکونو سره جنګېږي.
د يادې شورا مرستيال حفيظ لله مبازر وويل، که افغان حکومت د سرحدونو امنيت نه شي ساتلى، نو دوى دې ته حاضر دي چې د ولسونو پر مټ يې مخنيوى وکړي.
نوموړي وويل، د نورو ولايتونو امنيتي ستونزو ته جدي پاملرنه کېږي، خو د پکتيا ولايت پر امنيتي ستونزو هېڅوک هم ځان نه خبروي.
بل خوا د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمى اورياخېل وايي، چې دوى ته داسې شواهد، چې ګواکې له وسله والو طالبانو سره د هوا له لارې د وسلو مرسته کېږي، په لاس نه دي ورغلي.
نوموړي زياته کړه، تر اوسه پورې امنيتي کسانو په جګړه کې د پاکستاني پوځيانو د شتون او مرستې په اړه دوى ته څه نه دي ويلي.
د هغه په وينا، دوى به د پاکستاني پوځيانو د مرستې په اړه پلټنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي وضعيت خراب شوى او خلک يې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.