Many problems, disputes of Jawzjan people settled: PC

شبرغان (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٤): د جوزجان ولايتي شورا چارواکي وايي چې د ولايتي شورا د دروازو له پرانيستو وروسته يې د خلکو په ځانګړي ډول دښمنو ډلو تر منځ ګڼې قضيې حل کړې، خو ځينې خلک د ولايتي شورا د کارونو په اړه بې باوره دي او د خپلې رايې په ورکړه پښېماني ښيي.
د ١٣٩٣ لمريز کال د وري ١٦مې نېټې د ولايتي شورا ټاکنې، د تېر کال په لړم مياشت کې اعلان شوې، خو ملي شورا ورڅخه د څارنې حق واخيست او يواځې د مشورې حق يې پاتې شو.
دا کار د وکيلانو له مخالفت سره مخ شو او د ولايتي شوراګانو دروازې يې د اعتراض په توګه د څه باندې يوې مياشتې لپاره بندې کړې او د څارنې د حق له ورکړې وروسته يې بېرته پرانيستې.
د جوزجان ولايتي شورا ١٥غړي لري چې درې يې ښځې دي. ددې شورا پخوانۍ دورې د درېيو ښځو په ګډون٩ غړي لرل.
د جوزجان ولايتي شورا دروازه د کب په ١٩ مه له يوې مياشتې وروسته بېرته پرانيستل شوه.
هغه مهال د جوزجان ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحى حيات، د سختې نيوکې په کولو سره ويلي و : ((د څارنې د حق اخيستل د بې روحه جسم مانا لري او له نظارت پرته د ولايتي شورا رول بې مفهومه دى.))
د ده په خبره، په هغې موده کې چې د ولايتي شورا دفتر تړلى و، د خلکو ستونزې يې په انفرادي ډول درج کوي او کله چې ولايتي شورا ته بېرته د څارنې حق ورکړل شي، نو کولاى شي چې په موثر ډول په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.))
د جوزجان ولايتي شورا وايي چې دوى بېلابېلې ستونزې، په ځانګړي ډول د خلکو او قومونو تر منځ شخړې او لانجې حل کړې دي.
د جوزجان ولايتي شورا مشر عبدالقادر ماليه پژواک خبري اژانس ته وويل، د بېلګې په توګه، شپږ مياشتې وړاندې د اقچه او فيض اباد ولسواليو خلکو د اوبو د وېش په سر ستونزه درلوده چې تاوتريخوالى هم ورسره مل و، له دواړو دښمنو خواوو يو شمېر کسان  ټپيان شول.
هغه زياته کړه د دې دوو ولسواليو خلکو ولايتي شورا ته مراجعه کړې وه او ويل يې چې سپين ږيرو يې ستونزه نه ده حل کړې او بايد ولايتي شورا په دې اړه اقدام وکړي.
ماليه وويل: ((موږ په کې اقدام وکړ او اوبه مو د دواړو ولسواليو د خلکو تر منځ په مساوي ډول ووېشلې.))
د ولايتي شورا مرستيال وويل چې د اقچې خلکو په لسګونو لوى واټر پمپونه د سيند په اوبو کې ځاى پر ځاى کړي وو او د فيض اباد د خلکو د څښاک او کرنې اوبه يې خپلولې، که چېرته ولايتي شورا دا ستونزه نه وى کړې، امکان و چې په راتلونکي کې د سترو شخړو او حتى خونړيو نښتو سبب شي.
هغه زياته کړه چې هره ورځ په لسګونو قضيې څېړل کېږي او ددې شورا هر منسوب له خپلو موکلينو سره دولتي ادارو ته ځي او په يوه بڼه د هغوى ستونزو ته اړينه حلا لاره لټوي.
ماليه زياته کړه: ((هغه قضيې چې خلک يې د حل و فصل لاره موږ ته راځي، تر ډېره حقوقي، ټولنيز او کوچنۍ دعواوې دي چې زموږ د مشورې پر بنسټ ورته حل لاره لټول کېږي.))
د ولايتي شورا مرستيال په ډاګه کړه چې ګڼ خلک په دولتي ادارو کې د کارونو د نه خلاصېدو په سبب دوى ته مراجعه کوي او دوى ورسره دولتي ادارو ته يو ځاى ځي او ستونزه يې حل کوي.
هغه ولايتي شورا د خلکو او دولت تر منځ پول وباله او ويې ويل: ((پر همدې بنسټ موږ د دولتي ادارو پر کارونو څارنه کوو او د خلکو د شکايتونو له مخې بېلابېلو مراجعو ته ځو، څو خپلو موکلينو لپاره چې موږ ته يې رايه راکړې، خدمت وکړو.))
خو د جوزجان يو شمېر اوسېدونکي د ولايتي شورا د کار په اړه بې باوره دي او ادعا کوي چې دې شورا خلکو ته هېڅ ګټه نه ده رسولې.
د شبرغان ښار اوسېدونکي او دولتي مامور سردار وويل چې که د سلنې پر بنسټ ووايو، د ولايتي شورا له کار څخه د خلکو رضايت لس سلنه هم نه دى، ځکه چې دوى د خلکو په ګټه کار نه دى کړى.
هغه زياته کړه:((شورا يوه بې مفهومه اداره ده او خبره يې نه چلېږي.))
سردار زياته کړه چې د ولايتي شورا کار بې ګټې دى او تر اوسه يې نه دې ليدلي چې کار يې دې پر کومه اداره اغېز کړى وي.
د شبرغان بل اوسېدونکي عبدالرحمن وويل: ((هر وخت چې د څه کار لپاره د ولايتي شورا منسوبينو ته ورځو، سره له دې چې کار راته نه کوي، له موږ سره له ناوړه چلند کار اخلي.))
هغه زياته کړه چې دوى پخوا هم شورا ته مراجعه کړې او دکارونه يې ليدلي دي، که چېرې زمينه مساعده شي؛ نو خپل دردونه به ولسمشر سره شريک کړي.
دا ځوان چې احساساتي معلومېده، په دې اړه يې وويل: ((د ولايتي شورا وکيلانو ته د رايې په ورکولو پښېمانه يو.))
خو د جوزجان ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل چې شورا يو اجرايوي بنسټ نه دى، يواځې نظارتي ارګان دى.
هغه وويل چې په ادارو کې زيات اصلاحات راغلي چې د ولايتي شورا د منسوبينو د کار پايله ده.
د ولايتي شورا دې غړي زياته کړه:((موږ داسې کار نه کوو چې تل د خلکو د شکايتونو انتظار وو، بلکې نظارتي پروګرامونه عملي کوو.))
مېرمن صدف زياته کړه، هغه کمېټې چې د شورا په د ننه فعاليت لري، په دې برخه کې تصميم نيسي او د شورا غړي د طرحه شوو پروګرامونو پر بنسټ نظارتي پروګرامونه مخته وړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.