د پکتيا اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي

ګردېز (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٤): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د مسلکي ډاکترانو له نشتوالى، د درملو له کمښت او روغتيايي مرکزونو د لرې والي له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا د مرکز ګردېز په ګډون څوارلس ولسوالۍ لري چې د لسو ولسواليو موقعيت يې په غرونو کې دی نو له همدې امله ډېرى اوسېدونکي يې د روغتيا په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ټولو لويو او وړو روغتيايي مرکزونو شمېر نږدې پنځوسو ته رسېږي چې ځيني د درملنې لپاره اړين امکانات لري خو يو شمېر نور يې بيا ستونزې لري.
د ياد رياست د چارواکو په وينا، د روغتونونو او کلينيکونو تر څنګ په دغه ولايت کې لسګونه د روغتيايي خدمتونو ګرځنډه ټيمونه هم فعاليت کوي.
په پکتيا کې د روغتيايي ستونزو په اړه د دغه ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي قادر ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې خلک روغتيايي مرکزونو ته لاسرسى نه لري.
هغه زياته کړه: ((د دې ولسوالۍ په ځانګړې توګه د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي نه روغتون لري، نه کلينيک لري او نه هم کوم بل روغتيايي مرکز ته لاسرسى لري.))
د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي ډېرى وخت خپل ناروغان له پولې پورې خوا د پاکستان کرمې ايجنسۍ او يا هم پاړه چنار سيمو ته وړي چې کله نا کله له امنيتي ستونزو سره هم مخ کېږي.
هغه وويل: ((که چېرې زموږ خلک روغتونونو ته لاسرسى ولري او په روغتونونو کې اړين امکانات وي نو څه اړتيا ده چې زموږ خلک له سرحد اخوا د درملنې په موخه ولاړ شي.))
د دغه ولايت د شواک ولسوالۍ اوسېدونکی پاچا ګل وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې له يوې خوا سړکونه خام دي، خلک مرکز ګردېز ته ناروغان پر وخت نه شي رسولی او له بلې خوا په ځايي کلينيکونو کې په کافي اندازه روغتيايي کارکوونکي او درمل هم نشته چې د يو ناروغ چاره پرې وشي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي ستونزو له امله ډېرى وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا اوسېدونکي په روغتيايي برخه کې د نورو ستونزو تر څنګ د مور او ماشوم د مړينې له ستونزې سره هم مخ دي.
د پکتيا د جانې خيلو ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه الدين پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې د يو شمېر ولسواليو لپاره قابلې وروزل شوې چې په کليو او بانډو کې له ميندو سره د ماشوم د زېږدني پر مهال مرستې وکړي تر څو د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې کموالى راشي.
خو هغه زياته کړه: ((کومې قابله ګانې چې د عامې روغتيا رياست له خوا روزل شوې وې، هغوی خپلو دندو ته نه حاضرېږي او يوازې خپل معاشونه اخلي.))
خو د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې يواځې په دغه ولايت نه، بلکې په ټول هېواد کې روغتيايي ستونزې شتون لري.
د ياد ولايت د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکتر ګل محمد منګل پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، لس کاله وړاندې په ټول پکتيا ولايت کې يواځې يو روغتيايي مرکز و خو اوس په دغه ولايت کې د شاوخوا ٤٩ روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو تر څنګ لسګونه ګرځنده روغتيايي ډلې هم شتون لري.
د هغه په وينا، ياد روغتيايي مرکزونه د پکتيا ولايت په بيلابيلو سيمو کې رغول شوي چې ډېرى خلک په اسانۍ ورته لاس لري.
دى وايي، په دغو روغتيايي مرکزونو کې شاوخوا شپږ سوه ښځينه او نارينه ډاکتران، نرسان او نور روغتيايي کارکوونکي کار کوي.
ده هم وويل چې په پکتيا کې څو کاله وړاندې د مور او ماشوم د مړيني کچه لوړه وه خو اوس دغه کچه ډېره ټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((څو کاله د مخه له لرې پرتو سيمو څخه وخت په وخت د مور او ماشوم د مړينې خبر را کول کېده، خو په پنځو دورو کې موږ قابله ګانې وروزلې چې ورسره د مور او ماشوم د مړيني کچه ټيټه شوه.))
د منګل د معلوماتو له مخې، پخوا به يو شمېر قابلې تر روزلو وروسته په کور کېناستې او دنده به يې نه ترسره کوله خو اوس د ولايتي چارواکو په مشوره يو پلان جوړ شوى چې له مخې هغه قابله ګانې چې دنده نه اجرا کوي، د فراغت سند نه ورکول کېږي.
هغه دا هم وويل چې د پکتيا د عامې روغتيا رياست په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې د کارکوونکو له کموالي سره مخ دى خو د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت د يو شمېر لرو پرتو سيمو خلک د مسلکي ډاکترانو له نه شتون سره ځکه مخ دي چې مسلکي ډاکتران په لږ ه تنخوا په لرو پرتو سيمو کې دنده نه ترسره کوي.
منګل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د درملو د کمښت ستونزه نه يوازې په پکتيا کې، بلکې په ټول هېواد شته ده.))
د هغه په وينا، ولايتي روغتونونه ځکه د درملو له کمښت سره مخ دي چې د عامې روغتيا وزارت له لوري اوس هم ولايتونو ته د څو کلونو وړاندې د درملو تخصيص ورکول کېږي.
هغه وويل چې په ياده برخه کې د ستونزو د حل په موخه يې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره خبر کړې دي.
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا د روغتيا کمېټې غړی ډاکتر االله مير هم وايي چې د پکتيا ولايت اوسېدونکي د مسلکي ډاکترانو له نشتوالي، د درملو له کمښت او د روغتيايي مرکزونو د لرې والي له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي چې د ولايتي شورا غړو څو ځلې له سيمه ييزو چارواکو سره د پکتيا خلکو د روغتيايي ستونزو د حل کولو په موخه خبرې کړې دي.
دغه راز د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم وايي چې په پکتيا کې يو شمېر روغتيايي ستونزې شتون لري خو تېرو کلونو په پرتله سږ په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزې کمې وي.
هغه وايي چې د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې سل بستريز روغتون چې د کلونو کلونو غير فعال و، بېرته فعال شوى دى.
د ده په خبره، د ګردېز په نوي ښار کې هم يو بل سل بستريز روغتون تر کار لاندې دى چې ډير ژر به يې چارې بشپړې شي او ګټې اخيستنې ته به چمتو شي.
هغه وويل چې د پکتيا چارواکي په دغه ولايت کې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره اړينې هلې ځلې کوي.
د پکتيا اوسيدونکي په داسې مهال له روغتيايي ستونزو سر ټکوي چې سږ کال د افغانستان د ملي بوديجي لس سلنه د روغتيا د برخې لپاره ځانګړې شوې ده.
د ١٣٩٤ لمريز مالي کال لپاره ٢٧٥ ميليارده افغانۍ عادي او ١٨٣ ميليارده پراختيايي بوديجه ځانګړې شوې ده.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.