د پکتيا نوي والي کار پيل

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٤): د پکتيا نوى والي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل، بيارغونه او له اداري فساد سره مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو ده.
د پکتيا نوى والي نصرت الله ارسلا د غبرګولي ١٢مه د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ د مرستيال فريد مامونزي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت اوسېدونکو ته ور وپېژندل شو.
فريد مامون زي يادې غونډې ته وويل چې نصرت الله ارسلا ځوان، تحصيل کړى او پر کار پوه شخص دى، دى به وکولاى شي چې په دغه ولايت کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ده د پکتيا له خلکو غوښتنه وکړه چې له نوي والي سره همکاري وکړي تر څو د ولايت په چارو کې بريالى و اوسي.
په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ګل پادشاه مجيدي وويل چې نوى والي بايد هغه کسان پر دندو وګوماري چې په کومې ډلې پورې تړلي نه وي.
هغه نوي والي ته په خطاب کې وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې او روغتيا تر څنګ په نورو برخو کې هم د پام وړ ستونزې شتون لري چې د حل لپاره يې بايد منظم پلان جوړ کړاى شي.
دغه راز د پکتيا نوي والي نصرت الله ارسلا وويل چې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل، له اداري فساد سره مبارزه او بيارغونه يې له کاري لومړيتوبونو دي.
هغه ژمنه وکړه چې د دغه ولايت د پوهنې او روغتيا تر څنګ به په نورو ټولو برخو کې په بې پرې ډول خپله دنده پر مخ يوسي.
هغه زياته کړه: ((اداري واک به د يوې ډلې او يا څو اشخاصو په لاس کې نه، بلکې هر څوک به په دې اداره کې کار کوي او هر چا ته به خپل حقوق رسېږي.))
ارسلا د امنيت په ټينګښت، د سولې په راوستو، د بيارغاونې او په نورو چارو کې د پکتيا د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د پکتيا د والي په توګه د ارسلا د معرفي کېدو په غونډه کې د ولسي او مشرانو جرګې غړو، د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو او نوور حکومتي مشرانو او اداري کار کوونکو ګډون کړى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.