لاريون کوونکي : که تښتول شوي٣١ تنه خلاص نه شي حکومت به چپه کړو

مزارشريف (پژواک، ١٥ ورى ٩٤): په ولسي جرګه کې د بلخ وکيل عباس ابراهيم زاده وايي، که يې غوښتنې ونه منل شي نو حکومت به د مدني حرکتونو له لارې چپه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۱۵ مه په مزارشريف کې د زابل- کندهار پر لويه لار د ۳۱ تښتول شوو کسانو د بېرته خلاصېدو په موخه د شوي لاريون په ترڅ کې رسنيو ته وکړې.

دغه لاريون د مزارشريف له اريانا کارتې پيل او تر بلخ ولايتي شورا پورې د مزار-کابل پر لويه لاره يې پلی مزل وکړ، د عامو خلکو، د پوهنتون د محصلينو او د ځينو مدني ټولنو د غړو تر څنګ په کې د بلخ د ولايتي شورا او د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو هم برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو له دولته د زابل-کندهار پر لاره د ۳۱ تښتول شوو کسانو په ګډون د سرپل په بلخاب او د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې د لسو نورو تښتول شوو کسانو د بېرته خلاصون جدي غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وه رسنيو ته وويل چې خلکو د ملي يووالي حکومت ته رايه ورکړې او کار ځني غواړي.

نوموړي زياته کړه: ((د ملي يووالي حکومت د امنيت راوستو په برخه کې ناکام دی، د اقتصادي پرمختګ او خلکو ته کار پيدا کېدو په برخه کې هم ناکام دی.))

د هغه په وينا، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې څلوېښت کسان تښتول شوي او حکومت يې تر دې دمه پر وړاندې هېڅ هم نه دي کړي.

عباس وويل چې د زابل- کندهار پر لاره ۳۱ کسان، د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې ۷ کسان، د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې ۳ کسان تښتول شوي، چې حکومت يې بايد پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((يواځې دغه کسان نه، بلکې د دوی په ګډون په تېرو دوو مياشتو کې د اهل تشيع ۶۰ کسان پر لويو لارو تښتول شوي او يا هم وژل شوي دي چې حکومت يې بايد پر وړاندې خلکو ته ځواب ورکړي که نه ورته مدني حرکتونه به تر دې وغځول شي، چې دغه حکومت راچپه کړي.))

نوموړي د هزاره جات سيمې په اړه وويل چې د ژوند له لومړنيو اړتياوو لکه سړک، برېښنا، کلينيک او داسې نورو ضرورتونو څخه بې برخې دي.

همداراز عباس ابراهيم زاده زياته کړه چې حکومت د سعودي عربستان  او يمن تر منځ د سعودي عربستان په ملاتړ کولو له ناسم بهرني سياست څخه کار واخيست.

د نوموړي په وينا، يو حکومت چې د يوه  کال په تېرېدو خپله کابينه نه شي جوړولاى څنګه ځان ته د دې حق ورکوي چې د يو بهرني هېواد ملاتړ دې وکړي.

هغه وايي: ((د سعودي عربستان ملاتړ کول، يواځې د ولسمشر غني شخصي نظر دی او موږ يې محکوموو.))

نوموړي زياته کړه چې نن د بلخ خلک د پورته ناوړه چارو په غبرګون د حکومت پر وړاندې سړکونو ته راوتلي دي.

د هغه په وينا، که چېرې په يادو شوو مسايلو کې د خلکو غږ وانه وري نو دوی به دغه ډول لاريونه لا پسې وغځوي او د هېواد پلازمينې کابل ته به يې ورسوي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس د ياد لاريون په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر څه حق لري، خپلې غوښتنې د ورته مدني حرکتونو له حکومت سره مطرح کړي.

نوموړي زياته کړه چې لاريون کوونکو د تښتول شوو کسانو د بېرته خلاصون غوښتنه کوله او دا يې حق دی.

د افغان حکومت له لوري د سعودي عربستان د ملاتړ په اړه وويل چې په کار ده حکومت لومړى خپل کورنۍ ستونزې حل کړي او د ورته ملاتړونو له لارې د بهرنيو هېوادونو تر منځ خپل دښمنان ډېر نه کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.