Clash over land dispute claims 7 lives in Pakita

ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٣): په پکتيا ولايت کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو قبيلو تر منځ په جګړه کې اووه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون د حمزه خېلو او ملا باباخېلو قبيلو ترمنځ په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې پيل شوې ده.
هغه چې نن د يوه پلاوي په مشرۍ يادې سيمې ته تللى، وايي چې په دې نښته کې تر اوسه اووه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، پرون په دې جګړه کې ١٨ تنه ټپيان شوي وو، خو اوس دا معلومه نه ده، چې ياد اووه کسان د ټپيانو له جملې څخه مړه شوي او که دوى جلا دي.
دى وايي، له يوه پلاوي سره سيمې ته رسېدلى او هڅه کوي، چې د دواړو قبيلو ترمنځ اوربند وکړي.
تر دې مخکې پرون د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال محمد زمان پژواک ته ويلي و، چې دا نښته پرون له غرمې مخکې د دغه ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د لوګر د ازرې ولسوالۍ له پولې سره نږدې  د روکيانو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د هديرې او غره د ملکيت پر سر د دوو قبيلو تر منځ جګړه شوې، چې له امله يې يو شمېر کسان  ټپيان شوي دي.
خو د يادې ولسوالۍ د کلينيک يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې په دې نښته کې ٧ تنه وژل شوي او تر لسو زيات ژوبل دي.
د حميدالله په نامه د سيمې يو اوسېدونکى هم وايي، چې په ياد کلي کې جګړه شوې او يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم، په دې ولايت کې د غره، ځنګل او ځمکې د ملکيت پر سر د قبيلو ترمنځ جګړې شوې او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.