Helmand gets new spy chief

لښکرګاه (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۳): په ملي شورا کې د هلمند استازي وايي، دغه ولايت د مرکزي حکومت له لوري له پامه غورځول شوى، چې له امله يې امنيت خراب شوى او د چارواکو په بدلون سره په کې امنيت نه شي راتلى.
يادې څرګندونې، نن د دې ولايت د ملي امنيت د نوي رييس بريدجنرال محمد امين قاضي زاده د پېژندنې په غونډه کې وشوې، چې شاوخوا ٣٠٠ تنو په کې ګډون کړى وو.
تر دې وړاندې، دغه دنده جنرال حمدالله نازک پر مخ بيوله.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالحى اخندزاده وويل، مرکزي دولت هلمند له پامه غورځولى ؛ له همدې امله امنيتي حالات خراب شوي او اوس يې کابوکول ستونزمن کار دى.
دى وايي، د دې ولايت دوه ولسوالۍ باغران او دېشو له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.
د ده په وينا، مرکز يواځې د اشخاصو په بدلون تمرکز کړى، غواړي په دې ډول سره په هلمند کې بدلون رامنځته شي؛ په داسې حال کې چې دا کار امکان نه لري، بايد ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
هغه زياته کړه، تر هغو چې اړونده مسوول وزارتونه په مسلکي ډول سره د بنسټيزو بدلونونو د رامنځته کېدو لپاره پلانونه جوړ او عملي نه کړي، د والي، امنيه قوماندان او نورو چارواکو په بدلېدو سره مثبت بدلونونه نه شي راتلاى.
اخندزاده وايي، که ولسمشر غواړي، خپلې ژمنې پوره کړي، لومړى دې د هلمند خلکو ته د امنيت د ټينګښت چارې چټکې کړي، وروسته بيا نورو پرمختګونو ته هم لاره هوارېدلى شي.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمدهاشم الکوزي وويل، که څه هم دوى د هغو چارواکو ملاتړ کوي، چې ور سپارل شوي مسووليتونه په سمه توګه تر سره کوي.
خو هغه زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې د هلمند د خلکو حق خوړل شوى ، د کوچنيو پوستونو لپاره يې هم له نورو سيمو څخه په واسطه مامورين را لېږل کېږي.
د نوموړي په خبره، دوى له چا سره مخالفت نه لري، خو غوښتنه کوي چې هلمند هم مسلکي او په کارپوه اشخاص او ځوانان لري؛ هغوى دې هم په نورو ولايتونو کې په دندو وګومارل شي.
په همدې غونډه کې د هلمند د ملي امنيت نوي رييس بريدجنرال محمد امين قاضي زاده ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به له اصولو سره سمه پرمخ بيايي، خو وايي: "دښمن مو د غلو په ډول فعاليت کوي او د خلکو د ژوند د ساتلو په موخه نه شم کولى په چټکۍ سره خپل کارونه پرمخ بوځم."
دى زياتوي، د عامو خلکو، ديني علماوو او قومي مشرانو په مرسته به د ټولو هغو تېروتنو مخه ونيسي، چې پخوا رامنځته شوي او له امله يې بې ګناه خلک ځورول شوي دي.
په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي په داسې حال کې د لوړپوړو چارواکو بدلون بې ګټې بولي، چې د روان کال له پيله تراوسه پورې په دې ولايت کې څلور امنيه قوماندانان او د وروستي په ګډون درې د ملي امنيت رييسان بدل شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.