Heavily pregnant woman gang-raped in Jawzjan

شبرغان (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٣): جوزجان ولايت کې يوه مېرمن چې ډله ييز جنسي تېرى پرې شوى؛ ګواښ کوي چې که چېرې پر هغې باندې د تېري کولو عاملين ونه نيول شي او سزا ورنکړل شي نو ځان وژنه به وکړي.
دغه پېښه پرون شپه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په اړوند يوه کلي کې رامنځته شوې ده.
د يادې ١٧ کلنې مېرمنې يوه خپلوان چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې هغه د ٨ مياشتو مينداواره هم ده او د پنځو کسانو له لوري ورباندې تېرى شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغه د تېري کوونکو له لوري ډبول شوې هم ده او تيري کوونکو د هغې د سرو زرو ګوتې، لاکټ او لښتۍ هم له ځانونو سره وړې دي.
سرچينې زياته کړه، چې تيري کوونکو د هغې د پلار لاسونه او پښې تړلي و او غاښونه يې ورته مات کړي دي.
د جوزجان ولايتي روغتون مشر ډاکټر محمد هارون ايلبيګي وويل، چې اوسمهال دغه مېرمن په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او پر هغې باندې تېرى تشخيص شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د يادې مېرمن د سر په برخه کې د وهلو او ډبلو نښې نښانې هم تر سترګو کېږي، چې اوسمهال پانسمان شوې دي.
دغه مېرمن، چې تېر کال واده شوې او مېړه يې په غور ولايت کې سرتېرى دى، وايي چې تېرى کوونکي نه پېژني، خو له دولت غواړي چې هغوى د قانون منګولو ته وسپاري.
هغې ګواښ وکړ: " که چېرې هغه کسان چې په ما يې تېرى کړى، سزا ونه ويني نو ځان به ووژنم."
په جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې د بشر حقونو سازمان مشرې مغفرت صميمي دغه جنسي تېرى يو ډېر ناوړه عمل او لوى جنايت بللى او له سيمه ييزو چارواکو يې غوښتي، څو د دغې پېښې عاملين ونيسي او د خپلو اعمالو په جزا يې ورسوي.
د بشر حقونو د سازمان شمېرې څرګندوي، چې سږ کال په دغه ولايت کې پر ښځو باندې د جنسي تېري ٢٠ موارده پېښې شوې دي.
مېرمن صميمي وويل: " د جنسي تېريو د ډېرېدو لامل دا دى چې د هغو ډېرى عاملان نه مجازات کېږي."
خو د جوزمان د سرپرست والي مرستيال عبدالرحمن محمودي وويل، چې په يادې مېرمن باندې د جنسي تېري په شک يې دوه کسان نيولي او درې نور د پوليسو تر تعقيب لاندې دي، چې هغوى به هم ډېر ژر ونيول شي.
محمودي زياته کړه، چې د يادې مېرمن دوسيه په امنيه قوماندانۍ کې تر څېړنې لاندې ده او د دوسيې له بشپړېدو وروسته به يې څارنوالۍ ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په پغمان کې د جنسي تېريو د عاملينو يوه ډله د روان کال په تلې مياشتې کې د پلچرخي په زندان کې اعدام شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.