ايبک (پژواک ١٢ وږى ٩٣): د ټاکنيزې پروسې غځېدو د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان عوايد کم کړي او شاوخوا دوه زره کارګر يې بېکاره شوي دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لومړى پړاو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه او د ولسمشرۍ دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه نېټه ترسره شوې، د ټاکنيزو ډلو ترمنځ د اختلافاتو او پراخې درغلۍ د ادعاوو له مخې يې پايلې تر اوسه هم نه دې اعلان شوې.
اوسمهال د ټولو رايو د تفتيش او د تقلبي رايو د باطلېدو بهير روان دى، خو د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې ويلي، چې د دوى د غوښتنو د نه منلو په صورت کې د دغه بهير پايلې نه مني.
دغه وضعيت خلک اندېښمن کړي او په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې يې ستونزې پيدا کړې دي.
د سمنګان ولايت د سکتوري خدمتونو رييس محمد کبير مکرم زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه بهير اوږدېدو د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو پر عوايدو منفي اغېز کړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د هېواد په شمال کې د سمنګانو د ډبرو سکرو د تصدۍ نماينده ګي د دره صوف بالا ولسوالۍ له دوو کانونو (شباشک او دهنه غوري) څخه د روان کال په غويي او غبرګولي مياشتو کې شاوخوا ٤٠٤ ميليونه افغانۍ عوايد درلودل.
خو هغه څرګنده کړه، چې دغه اندازه په وروستيو دوو مياشتو (چنګاښ او زمري ) کې شاوخوا ٣٥٢ ميليون افغانيو ته را لوېدلې ده.
د هغه په خبره، د ټاکنيزې پروسې اوږدېدل د دې لامل شوي، چې د ډبرو سکرو تقاضا او د دغو دواړو کانونو عوايد کم شي او زيات شمېر کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي د مکرم زاده د خبرو په تاييد وويل، چې د دره صوف د ډبرو سکرو زياته برخه د خښتو پخونې په بټيو او د وسپنې ويلې کولو په کوچنيو فابريکو کې مصرفېده او يوه برخه يې پاکستان ته صادرېده.
هغه وويل چې د ټاکنيزو جنجالونو په اوږدو کې د هېواد ځيني توليدي بنسټونه د هېواد د راتلونکي په اړه د اندېښنو له امله له رکود سره مخ شوي او د دې لامل شوي چې د ډبرو سکرو لپاره د تقاضا کچه هم کمه شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له همدې امله د ټاکنيز بهير له بحراني کېدو وړاندې د دره صوف بالا د ډبرو سکاره هره ورځ په منځنۍ کچه ١١٠ زره امريکايي ډالر عايد درلود، خو اوسمهال دغه اندازه له سل زره څخه کمو ډالرو ته را لوېدلې ده.
د هغه په خبره، د ډبرو سکرو په اړه د تقاضا کمېدنه د دې سبب شوې، چې د سون د دغو توکو عرضه هم کمه او په نتيجه کې د دره صوف بالا په کانونو کې د کاګرانو شمېر هم له لسو زرو اتو زرو ته راکم شي.
پلورونکي هم د تقاضا له کمښت څخه شکايت کوي.
پخوا د سمنګان په مرکز کې د ډبرو سکرو په مارکېټ کې هره ورځ په لسګونه موټره د ډبرو سکاره پلورل او پېرل کېدل او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته وړل کېدل، خو اوس ليدل کېږي چې هره ورځ يواځې څو د ګوتو په شمېر موټر بارېږي او د ډبرو سکرو انبارونه هم کم شوي دي.
په دغه مارکېټ کې د سکرو يوه ٢٩ کلن پلورونکي نېک محمد وويل، چې د سکرو پلور د تېر په پرتله د ټاکنيزو کړکېچ له امله ډېر کم شوى دى.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو پايله معلومه نه شوه، د ډبرو سکرو له هر پېرودونکي سره چې اړيکه نيسو، وايي چې کاروبار نشته، ځکه راتلونکى ولسمشر نه دى معلوم شوى.))
Add new comment