Provincial council runner shot dead in Ghazni

 
غزني ښار (پژواک  ٣ وږى ٩٣): ناپېژانده وسله والو د غزني ولايتي شورا ته نوماند او د سولې عالي شورا غړى ډاکټر غني بهادري پر ډزو سره وواژه.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن (دوشنبه) لس بجې د غزني ښار د ولايتي روغتون ودانۍ ته څېرمه رامنځ ته شوه.
د والي وياند وايي، چې بريد کوونکى پر موټر سايکل سپور و او تر ډزو وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
ننګ وايي،چې پوليسو د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل کړې دي.
د غرني د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل، چې د ولايتي شورا د دې نوماند مړى روغتون ته ور وړل شوى دى.
هغه وايي، چې د مړي پر سينه او سر د درې مرميو د لګېدو نښې شته دي.
د ولايتي شورا دا نوماند، چې د غزني د ولايتي شورا د تېرې دورې غړى هم و، د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى و.
پر نوموړي د موټر سايکل سپرو له لوري دا بريد په داسې حال کې کيږي، چې له کابو دوه مياشتې بندېز څخه وروسته،يوه ورځ مخکې خلکو ته په غزني ښار کې د موټرسايکلونو د ګرځولو اجازه ورکړل شوه.
تراوسه د دې بريد مسوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.