Roadside bombs delay ballot boxes’ transfer

 
شبرغان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د جوزجان ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ماين اېښودنې له امله د اړينو ټاکنيزو توکو لېږد له ستونزو سره مخ دى او يو پوليس د سرک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوى دى.
د جوزجان امنيه قوماندان فقيرمحمد جوزجاني وايي، چې وسله والو مخالفينو د مرديان، اقچې، قرقين او خماب ولسواليو په اوږدو کې ماينونه اېښي، تر څو د دغه ولايت مرکز شبرغان ښار ته د رايې ورکونې د صندوقونو په ګډون اړين ټاکنيز توکي له ګواښ سره مخ کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د مرديان- قرقين په اوږدو کې ١٨ کړۍ ماينونه کشف او خنثى کړي، چې يوه ماين د له منځه وړو پر مهال چاودنه کړې او له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.
جوزجاني زياته کړه، چې تر ټولو ډېر ماينونه د شبرغان-قوش تپې-درزاب په لويو لارو کې اېښودل شوي او د امنيې قوماندانۍ د انجنيرۍ ټيم او د ملي اردو کنډک به نن له ماينونو د دې لويې لارې پاکول پيل کړي.
په جوزجان کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر مشر محمدامان فاريابي وايي، چې امنيتي ځواکونو د اړينو توکو د لېږد په برخه کې اسانتياوې برابرې کړې او هيله ده چې د خښ شوو ماينونو سيمه به ډېر ژر پاکه کړي، تر څو د رايې ورکونې صندوقونه ژر تر ژره شبرغان ته ولېږدول شي.
هغه وويل، چې له خواجه دوکوه، فيض اباد، منګجيک، خانقا، اقچې او مرديان ولسواليو ټول اړين ټاکنيز توکي د کمېسيون ولايتي دفتر ته ور وړل شوي او د قرقين او خماب ولسواليو د رايې ورکونې توکي د ډېرې فاصلې او د لارو د سختوالي له امله د لېږد په حال کې دي.
فاريابي زياته کړه، ټاکل شوې د قوش تپې او درزاب ولسواليو ټاکنيز توکي هم چې دغه ولسوالۍ يوڅه نا امنه دي، سبا ته د جوزجان مرکز ته را ولېږدوي.
بلخوا د جوزجان د شکايتونو کمېسيون مسوول محمدعزيز همراز وويل، چې تر اوسه پورې له ټاکنيزو سايټونو دوه شکايتونه ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، چې لومړى شکايت د يوه خصوصي ټلويزيون د خبريال په اړه دى، چې نوموړي ته د فرزام شهيد په ښوونځي کې د ښځينو سايټ څخه د عکس اخيستنې اجازه نه وه ورکړل شوې.
همراز زياته کړه، چې بل شکايت د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيز دفتر له لوري شوى، چې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز ټيم يوه څارونکي بوډۍ ښځې ته د دوى د ټاکنيز ټيم په ګټه د رايې کارونې لارښوونه کوله او د يادې ښځې له بې سوادۍ څخه په ګټه يې، د هغې رايه د خپل ټيم په ګټه کارولې ده.
د جوزجان د ټاکنو کميسيون وايي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې په دغه ولايت کې شا وخوا ١٣٠ زره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړى و، چې په دغه پړاو کې خلکو د لومړي پړاو په پرتله کم ګډون کړى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.