Ballot boxes attacked in Balkh

 
مزارشريف (پژواک ١٧ ورى ٩٣): وسله والو کسانو په مزارشريف ښار کې د رايو د صندوقونو پر عمومي ګودام بريد کړى، خو کوم زيان يې نه دى ور اړولى.
دغه بريد نن (د وري ١٧مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې په داسې حال کې وشو، چې دغه ګودام ته له ولسواليو راوړل شوي د رايو صندوقونه له موټرو د ښکته کېدو په حال کې وو.
دوو وسله والو له دغه ګودام سره په خوا کې له يوې بلې ودانۍ په داسې حال کې بريد وکړ، چې د دغه ولايت  د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په حال کې و.
د ډزو له پيلېدو سره سم ارمان وويل: ((لکه چې ځانمرګي بريدګر راغلي، ځه چې ځان خوندي ساحې ته ورسوو.))
تر پنځو دقيقو وروسته امنيتي ځواکونه وکولى شول، چې په يادې نوې جوړېدونکې ودانۍ کې يو بريدګر ونيسي، خو بل يې په تېښته بريالى شو.
تر بريد وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان پژواک اژانس ته وويل، چې دا د هېواد د سولې د دښمنانو دسيسه وه، چې غوښتل يې پروسه ګډوډه کړي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې د دې امکان رد نه کړ، چې کېداى شي په دغه کار کې وسله وال طالبان نه، بلکې ځايي ډلې لاس ولري، چې غوښتل يې د رايو صندوقونه وسوځوي او يا يې وتښتوي.
په سيمه کې د پوليسو يوه افسر پژواک اژانس ته وويل، چې د ډزو له اورېدو سره سم دوى ودانۍ ته ورغلل او بريد کوونکو ته يې مورچه ونيوه.
د نوموړي په وينا، دوى چې څو پورې ور رسېدل، نو هغه څو ډزې کړې وې او بيا يې لاسونه پورته کړل او تسليم شو. خو وسله يې چېرته غورځولې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.