3 election workers for Abdullah killed in Faryab

 
ميمنه ( پژواک ٢١ کب ٩٢): وسله والو د فارياب په المار ولسوالۍ کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين اړوند درې تنه، د مارشال محمدقسيم فهيم له فاتحې څخه کور ته پر لاره، ووژل.
د فارياب د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، چې دغه درې تنه د پښتونکوټ د "ګپتي مرشکا" سيمې اوسېدونکي وو.
د ده په وينا، د دانيار، محمدنعيم او بازمحمد په نومونو دغه درې تنه د فارياب مرکز ميمنې ته د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه تللي وو.
هغه وويل، چې دغه درې واړه تر فاتحې وروسته  پښتونکوټ ته پر لاره  ،  د المار ولسوالۍ په "کومور تپه" سيمه کې وسله والو طالبانو له موټر څخه ښکته کړي او ځاى پر ځاى يې پر ډزو وژلي دي.
ولسوال وايي، چې دانيار د ملي پيوستون د سيمه ييزې شورا مشر، محمدنعيم يې مرستيال او بازمحمد يې غړى و.
 د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز کمپاين وايي ، چې دغه وژل شوي کسان د عبدالله په مشرۍ د "اصلاحاتو او هم پالنې" ټيم اړوند کسان وو.
د عبدالله د ټاکنيز کمپاين دفتر د دې کسانو وژنه په سختو ټکو غندلې او ويلي يې دې، چې دا ډول وژنې د دې انتخاباتي ټيم د غړو په منځ کې د وېرې خپرېدو په موخه تر سره کيږي.
سرچينې له امنيتي ځواکونو غوښتي، چې د ټاکنيزو سياليو د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وکړي
د يادو درېيو کسانو د وژلو مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.