Many fail to get voter cards due to crowd

 
ميمنه (پژواک ١٩ کب ٩٢): په فارياب ولايت کې د رايې ورکونې کارتونو غوښتونکي شکايت کوي، چې د نوم ليکنې کارکوونکو د کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او که چېرې وضعيت همدا ډول دوام وکړي، دوى به په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.
فارياب کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د کارتونو په لړۍ کې ګڼه ګوڼه مني، خو وايي چې د ټاکنو تر را رسېدو پورې به ټولو غوښتونکو کسانو ته د رايې ورکونې کارتونه ووېشل شي.
سلګونو کسانو نن د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوم ليکنې دفتر مخې ته غونډه وکړه او دغه کميسيون يې پر بې غورۍ او نه پاملرنې تورن کړ.
ډېرى کسان يې د اندخوى له څلورګونو ولسواليو (اندخوى، قرم قل، خانچار باغ و قرغان) څخه راغلي او وايي، که نن ورته نوبت ورنه کړل شي، نو بيرته به خپلو سيمو ته ستانه شي او د ټاکنو په ورځ کې به له رايې ورکونې پاتې شي.
د قرم قل ولسوالۍ يوه تن حاجي عبدالمالک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نورو ٨٠ تنو سره يو ځاى د سل کيلومټره واټن په وهلو سره د کارت اخيستې په موخه ميمنې ښار ته راغلي، خو تر غرمې مهاله يې نوبت نه دى رارسېدلى.
هغه زياته کړه: "موږ د موټرو د کرايې له لګولو او د کار له پرېښودو سربېره په لاره کې امنيتي ستونزې هم ګاللي او د دې لپاره، چې په ټاکنو کې رايه ورکړو او خپل راتلونکى مشر وټاکو؛ دلته راغلي يو، خو دلته يواځې دوه نارينه کارکوونکي د نوم ليکنې لړۍ کارونه پر مخ وړي."
نوموړي وويل، ټاکل شوې د نوم ليکنې دفتر نن درې نيمې بجې بند شي او په دې باور دى، چې نن به نوبت ترلاسه نه کړي او له دې امله چې ميمنې کې د اوسېدو ځاى نه لري، په هوټل کې د پيسو د ورکړې توان هم نه لري، نو اړ دي، چې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.
بل خوا ٣٠ مېرمنو، چې ميمنې ښار ته د کارت اخيستو لپاره له خپلو نارينو سره راغلې وې، د ډېرې ګڼه ګوڼې له امله، يو ځل بيا اندخوى ولسوالۍ ته ستنې شوې دي.
يوې مېرمنې د نوم نه اخيستو په شرط وويل: "موږ دلته د کارت اخيستو لپاره راغلې يو، ترڅو خپل راتلونکى ولسمشر وټاکو، خو د ټاکنيز مرکز د ښځو په برخه کې يواځې دوه ښځې شتون لري او موږ ته نوبت ونه رسېد، مجبور يو بېرته کور ته لاړې شو."
د ميمنې ښار د توکلي خانه کلي اوسېدونکي او د بلخ پوهنتون محصل ذبيح الله ادعا وکړه، چې درې ورځې سر په سر د نوم ليکنې دفتر ته ورځي، خو تر دې مهاله ورته نوبت نه دى رسېدلى.
دغه محصل وويل، هره ورځ له درې کيلومټره لرې سيمې څخه د نوم ليکنې دفتر ته راځي، خو تر دې مهاله په کارت اخيستو نه دى بريالى شوى او که وضعيت دا ډول ادامه پيدا کړي، نو خلک به د ټاکنو کارتونه وانخلي.
د فارياب د ولايتي شورا کانديد ډاکټر ګل محمد رسولي، چې ميمنې ښار ته د نوم ليکنې په موخه راغلى، ادعا وکړه، چې د نوموړي سلګونه پلويان د کارت اخيستو په موخه له المار او بلچراغ ولسواليو څخه راغلي او له هغه يې هيله کړې، چې له دوى سره مرسته وکړي، خو نوبت ورته نه رسيږي.
رسولي ګواښ وکړ، که د ټاکنو کميسيون يادې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي، نو ډېرې ناوړه پايلې به ولري.
خو په فارياب کې د ټاکنو کميسيون د ولايتي دفتر مسوول سيد معصوم معصومي وايي، د نوم ليکنې د کارکوونکو د ډېرېدو او يا هم د نويو مرکزونو د پرانيستو امکانات نه لري.
هغه پژواک ته وويل، چې دوه نارينه او دوه ښځينه کارمندانې د ميمنې په يواځيني  مرکز کې فعاليت کوي او د ټاکنو خپلواک کميسيون د پرېکړې له مخې، په هر ولايت کې د نوم ليکنې يواځې يو مرکز پرانيستى وي.
معصومي د نوم ليکنې د کارکوونکو د شمېر د لوړوالي په اړه وويل، چې دغه موضوع يې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کميسيون له مرکزي دفتر سره شريکه کړې، ترڅو په دې اړه پرېکړه وکړي.
د جمهوري رياست د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو د کب مياشتې په ١٣مه په ټول هېواد کې پيل شوې او د ټاکنو له تر سره کېدو به دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.