35 policewomen readied for poll duty in Faryab

 
ميمنه (پژواک ١٨ کب ٩٢): په فارياب کې لسګونه ښځينه پوليسو د ټاکنو د امنيت ساتلو په اړه په داسې حال کې روزنه تر لاسه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ښځينه پوليسو او کارکوونکو  له کمښت اندېښنه څرګنده کړې ده.
 په دغه درې ورځنۍ روزنيزه دوره کې، چې نن د فارياب په امنيه قوماندانۍ کې پاى ته ورسېده، په ترڅ کې يې ٣٥ ښځينه پوليسو د راتلونکو ټاکنو د امنيت خوندي کولو په موخه لازمه روزنه تر لاسه کړه.
  د يادو پوليسو يوه ښوونکي سمونمل عبدالمطلب حميدي وويل، چې دغه فارغينې به د رايې ورکولو په مرکزونو کې د ښځو د تلاشۍ په موخه پر دندو وګومارل شي.
 هغه له ښځينه پوليسو وغوښتل، چې د دندې تر سره کولو پر مهال له نورو مېرمنو سره ښه چلند وکړي، د وړو او لويانو عزت وکړي، چې دغه کار به د ښځو د ليکو د پياوړتيا سبب وګرځي.
 ساتمن محبوبه، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده تر سره کوي په دې اړه وايي، چې له دې وړاندې يې په بېلابېلو ځايونو کې روزنه تر لاسه کړې، خو په دې روزنيزه دوره کې يې، د ټاکنو د امنيت ساتلو په اړه ډېر څه زده کړي دي.
 هغې زياته کړه: " پخوا چې کله د پوليسو ليکو ته نوې نوې راغلې وم، ځينو کسانو به موږ ته په بده سترګه کتل، خو اوسمهال خلک ښځو پوليسو ته اړتيا لري او دا ستونزه حل شوې ده."
يوې بلې ښځينه پوليسې نوريه هم وويل، چې په دغه روزنيزه دوره کې يې داسې نظري او عملي درسونه زده کړي، چې له دې وړاندې يې نه و تر لاسه کړي.
هغې زياته کړه، چې اوسمهال د ټولو ښځينه پوليسو شمېر ٤٠ تنو ته رسيږي او دغه شمېر کافي نه دى او د ښځو په جذب کې ډېره هڅه وشي.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني وويل، چې د کورنيو چارو وزارت د مکتوب له مخې،د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه د فارياب ولايت په کچه بايد شا وخوا ٤٠٠ ښځينه پوليسې روزنه وويني.
عبدياني زياته کړه، چې په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو شاوخوا ٢٤٠ مرکزونه پرانيستي وي، چې په هر مرکز کې بايد دوه ښځينه پوليسې د ښځو د تلاشۍ چارې پر مخ يوسي.
په فارياب کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مسوول سيد معصوم معصومي د ښځينه پوليسو او کارکوونکو شمېر د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې د ښځو چارو وزارت د فارياب د ښځو رياست ته لارښوونه کړې، چې د ټاکنو کمېسيون ته ٤ سوه مېرمنې ور وپېژني، خو دا کار تر دې دمه نه دى تر سره شوى.
د ويلو ده ، چې د کورنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې ويلي، چې د ټاکنو په ورځ به ١٣ زره ښځې د هېواد په کچه، د رايې ورکولو په مرکزونو کې د ښځو د تلاشۍ چارې پر غاړه ولري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.