District HQ relocated amid Taliban attacks

 
غزني (پژواک ۶ وږی ٩٢): د غزني زنخان ولسوالۍ د وسله والو د فشار او نا امنۍ له امله امن سيمې ته ولېږدول شوه، خو طالبانو يې سمدستي د نيولو ادعا وکړه.
د غزني امينه قوماندان مل پاسول زړور زاهد وايي، چې د زنخان ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ په نا امنه سيمه کې وه او تل به وسله والو پرې بريدونه کول.
د هغه په وينا، د ګډې امنيتي جلسې تر پرېکړې وروسته يې تصميم ونيو، چې زنخان ولسوالۍ دې له پخواني ځاى څخه پنځه کيلومتره لرې غزني ښار ته نږدې په غرونو کې جوړه شي.
د ولسوالۍ له لېږدېدو وروسته وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د زړې ودانۍ د نيولو ادعا وکړه.
خو امنيه قوماندان وايي، چې په زنخان کې يې د لسو ورځنيو عملياتو په ترڅ کې ١٦ وسله وال وژلي او تر لسو زيات ټپيان دي.
زاهد زياتوي، چې په وژل شوو کې پاکستاني وسله وال هم شته.
د ده په خبره، په دغو عملياتو کې اوو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او وايي چې د نوې ولسوالۍ د پياوړتيا لپاره يې لس امنيتي پوستې هم جوړې کړې دي.
امنيه قوماندان د سيمې د حالاتو د ارزونې په موخه د يو شمېر رسنيو خبريالان هم له ځان سره بيولي وو.
امينه قوماندان وايي، چې تر دې مهاله په زنخان کې د ټاکنو لپاره د کارت اخيستو مرکز هم نه و پرانيستل شوى، چې له دې وروسته به پرانيستل شي او راتلونکو ټاکنو ته به هم کلک امنيتي پلان جوړ شي.
زنخان د غزني ښار ختيځ ته په ٢٢ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، يوه مياشت مخکې د غزني يوه بله نا امنيه ولسوالي رشيدان هم له خپل پخواني ځايه نوي هغه ته ولېږدل شوه.
د زنخان اوسېدونکي هم وايي، چې ولسوالۍ به هره شپه تر بريد لاندې راتله، د زنخان اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل: ((ولسوالۍ ته په څومترۍ کې د طالبانو سپين بيرغونه ځوړند ول.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.