11 militants dead in Ghazni firefights

 
غزني (پژواک ٣ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان او زنخان ولسواليو کې په مخامخ نښتوکې ١١ وسله وال وژل شوي.
د غزني په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر خلاف د پاڅون قوماندان سيدعلي د وږي په ٣مه پژواک ته وويل، چې نن سهار يې د ګيلان په رشکو کلي کې ٥ طالبان وژلي او څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې له وسله والو سره يې نښتې يو ساعت دوام درلود او په پايله کې د هغوى دوه موټرسايکل، څلور ميله وسله او يو مړى د نښتې په سيمه کې پاتې دي.
د سيدعلي په وينا، وسله والو غوښتل، د مقر او ګيلان تر منځ سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې دوى ته را پور راغى او د مخنيوي لپاره يې سيمې ته پاڅونوال ولېږل.
په مقر ولسوالۍ کې شپږ مياشتې مخکې د طالبانو خلاف د خلکو پاڅون پيل شو، چې اوس يې شاوخوا ٧٠ کلي تر واک لاندې دي.
مقر د غزني د مرکز سوېل ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او په سوېل کې د ګيلان له ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
دغه راز د غزني په يوه بله ولسوالۍ زنخان کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني د والي سکرټر نبي جان وايي، چې تېره شپه د زنخان په ګوډلو کلي کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې شپږ وسله وال ووژل شول ، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
تر دې مهاله د يادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.