Hundreds call for Paktia governor’s resignation

 
ګردېز( پژواک ١٣ زمرى ٩٢) په ګردېز ښار کې  د (پکتيا ژغورنې حرکت ) د دې ولايت د والي  جمعه خان همدرد له د ندې ګوښه کيدل وغوښتل .
د دې حرکت شاوخوا درې سوه غړو ،چې قومي مشران،يو شمير مدني ټولنې ،دګوندونو استازيو ،ځوانانو او د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو پکې برخه اخيستې وه ديوې غونډې پرمهال دغه څرګندونې وکړې .
د ياد حرکت مشر محمد ظاهر اوريال خېل وويل: چې د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې د دې ولايت والي د دندې پر مهال خلک تش په ژمنو تير ايستلي اوپه  پکتيا کې د لويو پروژو کارونه په خپل ځای پاتې دي.
نوموړي زياته کړه،چې په دولتي ادارو کې فساد نهايي حد ته رسېدلی او د والي  دوامداره غيري حاضرۍ  اداري فساد ته لاره هواره کړې ده.
دوی په يوخوله  له ولسمشر کرزي څخه د والي جمعه خان همدرد  د بدليدو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ ، چې که  مرکزي اداره په دې مسله کې بې تفاوته پاتې شي، نو دوی به په لاريونونو لاس پورې کړي .
د دې حرکت يو بل غړي نور احمد ريښتياوال پژواک ته وويل،د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې والي د خپلې دندې پر مهال تش ژمنې وکړې او کار ونه شو.
د ده په خبره، هغه لويې پروژې چې دخلکو اړتيا وه لکه د ګردېزـخوست سړک د ګردېز او غزني سړک له کابل څخه پکتياته د بريښنا غځول او دمچلغو بند چې امنيت  يې د قومي اربکيو له لوري ساتل کيږي، هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
قومي مشر حاجي خوانى جهاني  هم وايي،چې دپکتيا والي جمعه خان همدرد په شمال کې خپل شخصي کارونه کوي او دپکتيا اداره يې خپل د دفتر رييس او څو نور کسانو ته پرې ايښې  ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د والي يا دوالي د وياند نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره په دې بريالي نشو .
خو د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان ا حدي وايي،چې دغه غونډه د ځيني کړيو له لورې را بلل شوې وه او د پکتيا د خلکو نظر نه دى.
هغه زياتوي،چې په دې غونډه کې داسې کسان راټول شوي وو،چې له جمعه خان همدرد سره د شخصي ګټو پر سر اختلاف لري.
تر دې وړاندې هم د پکتيا يو شمير اوسېدونکو د والي پر ضد لاريون کړی وو، خو اعتراض کوونکي وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د ولايتي ادارې په کړنو او دمرکزي ادارې له خو د والي د بدلولو لپاره ګام نه دی اخيستل شوی.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.