Rudd visits Uruzgan; vows continued aid

 
ترينکوټ ( پژواک ٥ زمرى ٩٢ ) : د اسټراليا  د لومړي وزير کيون رډ په مشرۍ ددغه هېواد يو لوړ پوړى پلاوى له اروزګان ولايت څخه ليدنه وکړه.
 د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پلاوي کې د لومړي وزير ترڅنګ ددغه هېواد ددفاع وزارت استازي، د ملي امنيت سلاکاره او په افغانستان کې داسټراليا سفير شامل وو.
 هغه زياته کړه چې دوى نن په ناڅاپي توګه ترينکوت ته راغلل او د خپلو سرتېرو ترڅنګ يې له والي امير محمد اخندزاده سره يې وليدل.
 نوموړى وايي چې والي ددې ليدنې پرمهال د اروزګان ولايت د حالاتو په هکله معلومات ورکړل،  په دغه ولايت کې يې د اسټراليا د هراړخېزو مرستو مننه وکړه او د اسټراليا مرستې يې له افغانستان او اروزګان سره نه هېرېدونکې وبللې.
والي  اميرمحمد اخندزاده په ياد ولايت کې امنيت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه چې که څه هم وسله والو مخالفينو په اوسنيو څو مياشتو کې غوښتل ترڅو يو شمېر سيمې ترجدي ګواښ لاندې راولې ، خو په وينا يې افغان امنيتي ځواکونو يې په کلکه دفاع وکړه او وسله وال يې له ماتې سره مخ کړل.
هغه په اروزګان کې د لويو لارو ويجاړتيا په دغه ولايت کې لويه ستونزه وبلله چې له کبله يې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
 د اسټراليا لومړي وزير کيون راډ په اروزګان ولايت کې هر اړخيز پرمختګونه په ځانګړې توګه د بيارغونې په برخه کې پرمختګ وستايلو او د ولايتي ادارې له هلې ځلې يې ستاينه وکړه.
کيون رډ له افغان دولت او په ځانګړې توګه د اروزګان ولایت له خلکو سره د خپلو دوامدارو مرستو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې دوی به خپلو مرستو دوام ورکوي.
د  اسټراليا لومړي وزير کيون رډ وويل ، هغه چې د بهرنيو چارو وزير و، څو حله يې اروزګان ولايت ته سفرونه کړي دي خو د لومړي وزير په توګه يې دا لومړى سفر  و.
  ديادونې وړده چې په اروزګان ولايت کې  د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې مسووليت د  اسټراليا په غاړه ده.
دغه هېواد په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې شاوخوا ١٥٠٠ سرتېري لري او تر اوسه يې ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.