Samangan governor injured in blast

 
يبک (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د سمنګان ولايت والي خيرالله انوش نن سهار له پنځو تنو نورو سره د ماين په چاودنه کې ټپي شو.
د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بهزاد نن (د زمري ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د ريموت کنترول د ماين دغه چاودنه نن سهار هغه مهال ترسره شوه، چې والي له کور څخه د دفتر پر لور روان و.
بهزاد زياته کړه، چې په دې پېښه کې والي له دوو ساتونکو او د ښوونځي له دوو زده کوونکو سره ټپي شوى دى.
امنيه قوماندان د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې د سمنګان والي د سر اوږې او پښې په برخو کې ټپي شوى دى.
په ورته وخت کې د سمنګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد پژواک ته وويل، چې د والي په ګډون پنځه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه هم د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د پژواک خبريال د پېښې له ځايه په خپل راپور کې وايي، چې د والي لېږدوونکى رينجر موټر هم په چاودنه کې زيانمن شوى دى.
د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد هم له يوې چادنې روغ وتلى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.