Judge accuses US of aiding Taliban

 
غزني (پژواک ۲۹ چنګاښ ۹۲) :د غزني د استيناف محکمې رييس وايي، چې امريکا نه غواړي په افغانستان کې جګړه  پای ته ورسوي، بلکې وسله وال طالبان هم د دوى په مرسته جنګيږي.
 د غزني د استيناف محکمې رييس خواجه ميرمحمد حقداد دغه خبرې د هغو ۴۱ بنديانو د ازادېدو پر مهال وکړې،چې د ولسمشر کرزي د ۳۳ فرمان له مخې، د روژې مياشتې په مناسبت د غزني له محبس څخه نن د چنګاښ په ٢٩مه ازاد شول.
د ده په خبره، امريکا پرمختللي وسايل لري ،امنيتي کامرې او سپوږمکۍ لري ، نو بيا څنګه کېداى شي،چې وسله وال په رڼا ورځ ښار ته ننوزى،جګړه او ځانمرګي بريدونه وکړي.
حقداد زياته کړه، چې بهرنيان به هيڅکله هم له افغانستان څخه ونه وځي او نه به وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدې ، دا جګړه به همدغسې روانه وي.
خو نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې نور دې د بهرنيانو له منګولو ځانونه راخلاص کړي او د خپل هېواد په ابادولو کې دې ونډه واخلي.
د ده په خبره، که پوليس وژل کېږي او که طالب وژل کيږې بيا هم افغانان وژل کېږي، نو بايد وسله وال طالبان نور پخپله پوه شي، چې دوی ولې او د چا لپاره جنګيږي.
د محکمې د چارواکو په خبره،ټول  ۴۱ تنه سياسې بنديان وو،چې د ولسمشرد فرمان له مخې، خوشې شول او د۶ نورو بنديانو د بند موده نږدې دوه کاله کمه شوه.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى يوه بندي محمدالله، چې نږدې څلور کاله يې په بند کې تېر کړي پژواک ته وويل، چې نور به له داسې کړنو لاس اخلي، چې د ځان ،کورنۍ اوهيواد په زيان وي .
ده زياته کړه،چې په زندان کې ښه چلن  ورسره شوى او کومه ستونزه يې نه ده ليدلې.
محمدالله له نورو وسله والو وغوښتل،چې له جګړې لاس واخلي،د نورو په خوله ونه غوليږي،ده روانه جګړه د افغانستان په زيان او د نورو د ګټو ساتونکې وبلله.
اوسمهال د غزني په زندان کې ۳۵۹ تنه بنديان دي، چې له دې جملې څخه يې  ۹ تنه مېرمنې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.