د جوزجان نوى والي وټاکل شو

 
کابل- شبرغان (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): د جوزجان د والي محمد عالم ساعي او د اسلامي ملي جنبش د پلويانو تر منځ له اختلافاتو وروسته، باى مراد قوينلي د دغه ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
 په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د چارو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي، چې قوينلي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړانديز او د ولسمشر د حکم پر بنسټ د جوزجان د نوي  والي په توګه ټاکل شوى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې باى مراد قوينلي د اقامحمد زوى او نوموړي په مشرانو جرګه کې د جوزجان ولايت د انتصابي سناتور په توګه کار کړى او له ښې کاري تجربې او وړتيا څخه برخمن دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان پخوانى والي محمد عالم ساعي د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې هغه مهال د ياد ولايت پرېښود ته اړ کړاى شو او کابل ته راغى، چې د  جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم پلويانو د هغه پر ضد څو ځلې لاريونونه وکړل او د هغه د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
هغه مهال ساعي پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې له خپل ځان سره يې له مصلحت وروسته جوزجان پرېښودى، خو دغه کار به لنډ مهال وي او د ياد کړکېچ له پاى ته رسېدو وروسته به خپل کار ته دوام ورکړي.
خو هغه څرګنده کړې وه، چې د هغه لرې کول او يا مقررول د حکومت په لاس کې دي او حکومت، چې هره پرېکړه وکړه، نو نوموړي ته د منلو وړ ده.
لاريون کوونکو، نوموړى د وسلو پر ډزو او جنرال دوستم ته په سپکاوي تورن کړى و.
 خو ساعي ويلي و، چې جنرال دوستم له خپلو وسله والو سره يو ځاى په شبرغان ښار کې د نوموړي پر کور بريد کړى او له ده يې غوښتي، چې له ملي جبهې څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، له دولت سره خپلې اړيکې وشلوي او له دې پرته به ووژل شي ، نو کله يې چې د هغه غوښتنه ونه منله ، نو پر ده يې د بريد هوډ وکړ.
خو ملي جنبش ويل، چې جنرال دوستم له والي سره د ليدو په موخه تللى و او والي داسې انګېرلې وه، چې ګواکې پر هغه باندې د بريد نيت لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.