Paktia varsity problems to be addressed: Obaid

 
ګردېز ( پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢) : په پکتيا پوهنتون کې پنځه پروژې کټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د څلورو نورو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې .
دغه پروژې نن د چنګاښ په ١٦مه د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد او ولسي جرګې وکيلانو له لوري پرانيستل شوې.
د پکتيا پوهنتون رييس پوهاند عبدالرحيم فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په پرانيستل شوو پروژو کې د غونډو تالار،د نجونو د ليليې خوړنځاى،کتابتون،د نجونو د ليليې الحاقيه ودانۍ او د پوهنتون د اى ټي څانکه شامل دي.
هغه زياته کړه،چې د طب ،اقتصاد، ښوونې او روزنې پوهنځيو او د هلکانو د ليليې ودانۍ تر څنګ د يو منار او پارک د جوړېدو کار پيل شو.
د فراهي په خبره، په يادو پروژو باندې ۸/۴ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی ،چې د دغه پيسې د لوړو زده کړو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا پکتيا ته ځانګړې شوې وې.
نوموړى وايي،چې په راتلونکي کې به په دې پوهنتون کې د څلورو نور ودانيو د جوړلو چارې هم پيل شي .
د لوړو زده کړو وزير عبيد الله عبيد د پروژو د کار د پيل پر مهال وويل ،چې د پکتيا پوهنتون نوى دی او ډير زيات کار ته اړتيا لري.
وزير ژمنه وکړه،چې دوی په دې هڅه کې دي ،چې د پکتيا پوهنتون اړتياوې ور پوره کړي.
نوموړي د پکتيا له خلکو او ځايي ادراې هم مننه وکړه ،چې د دې پوهنتون  لپاره يې په هره برخه کې نه ستړې کيدونکې هڅې کړې دي .
د پکتيا والي جمعه خان همدرد،وکيلانو،قومي مشرانو او دمدني ټولنې استازو په خپل وار له دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې هر وزارت دې  په خپله برخه کې پکتيا ته  کار وکړي .
پکتيا پوهنتون دا مهال د طب،انجنيرۍ،تعليم او تربيه،ادبياتو او زراعت په ګډون شپږ پوهنځي لري ،چې څه د پاسه څلور زره محصلين پکې زده کړې کوي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.