سوداګر: د پکتيا شاتو ته دې بازارموندنه وشي

 
ګردېز (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): په پکتيا کې د شاتو د مچيو فارم لرونکي او کاروباريان وايي، چې کال په کال يې د شاتو په توليد کې زياتوالی راځي، خو بازار يې سوړ دى او بهرني مارکېټ ته هم لاره نه لري.
دا مهال په پکتيا کې د شنشوبي، برمخه، شوتلې، سنځلې، سپېرکۍ، د ځوځ بوټو او ګلانو شات توليديږي، چې د شنشوبي شات د ښه کيفيت لرونکي او خلک يې ډېر خوښوي.
د شينشوبي د ګل يو کيلو شات ٦٠٠ افغانۍ او د نورو ګلانو له ١٥٠ تر ٣٥٠ افغانيو پورې بيې لري.
اجمل احمدزى له تېرو پنځلسو کلو د شاتو سوداګري کوي، هغه وايي، چې د شاتو د کيفيت د څرنګوالي کوم مرکز نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، ځيني کسان په لوى لاس د شاتو کيفيت خرابوي او اصلي او با کيفيته شات سره ګډوي.
په پکتيا کې د شاتو د سوداګرو ټولنې مشر انجنير بهايي جان وايي، دوه کاله مخکې د يوه کال د شاتو توليد له لسو تر پنځلسو ټنو پورې و، خو اوس دغه اندازه تر پنځوس ټنه زياته شوې ده.
نوموړی وايي، د دولت له خوا د شاتو د مچيو له روزنوکو سره لازمه مرسته نه ده شوې يوازې څو ځلې د شاتو ځيني صندقونه، د مچيو د روزنې کورسونه، يوه اندازه د مچيو د ساتلو درمل ورکړل شوي دي.
د پکتيا د کرنې او مالداۍ رييس انجنير نيازمحمد لعلي ځدراڼ دا مني، چې د پکتيا د شاتو د خرڅلاو لپاره بهر ته لاره نشته په دې اړه يې د لارې موندلو هڅه کړې خو کومه پايله يې نه ده ترلاسه کړې.
د کرنې د رييس په وينا، هر کال د کرنې وزارت په نندارتون کې د پکتيا شات نندارې ته وړاندې کوي، خو تر اوسه کوم سوداګر نه دى ورته پيدا شوى.
نوموړی وايي، په نورو هېوادو کې د شاتو د تصفيې ماشينونه شته، اوس د هېواد ځيني ولايتونو ته هم راغلي، خو له بده مرغه چې تر دې مهاله دغه ټکنالوجي پکتيا ته نه ده راغلې.
دی وايي، هڅه کوو په راتلونکي کې دغه ماشين پيدا او په وسيله يې ښه شات توليد کړو.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې استازي هم مني، چې اوسمهال د شاتو لپاره ځانګړی مارکېټ نه لري خو توليدات يې زيات دي.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر ډاکټر عبدالنصير علميار وايي، په پام کې لري د پکتيا شات په بهر کې د سوداګرو نندارې ته کېږدي.
د ده په وينا، په لومړي ځل په پام کې لري په کويټ کې نندارتون پرانيزي، په دې اړه به په کويت کې له افغان سفير سره اړيکې ونيسي.
علميار زياتوي، چې بايد ډېر پخوا د پکتيا شاتو ته بهر ته د لېږد زمينه برابره شوې وای، خو له بده مرغه چې اړوند ادارو او چارواکو دغو قيمتي توليداتو ته پاملرنه نه ده کړې او په دې برخه کې يې ناغېړي کړې ده.
د ده په خبره، که څوک غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي حاضر دي چې ورسره مرسته وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.