Protestors close bazaar, provincial council office

چغچران (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۱): د غور په سلګونو اوسېدونکو په دغه ولايت کې بيارغونې ته د دولت د نه پاملرنې له امله لاريون وکړ او د دغه ولايت د مرکز چغچران بازار او د ولايتي شورا دفتر يې وتړل.
دوی لومړی د چغچران ښار په جامع جومات کې راټول شول او له ويناوو وروسته يې د ښار په لور لاريون پيل کړ.
په دغه لاريون کې کسب ګر، د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو او د چغچران ښاريانو ګډون کړی و او په خپلو شعارونو کې يې د برېښنا او د سړکونو جوړولو غوښتنه کوله.
دغور د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ د ولايتي شورا دروازه ځکه وتړله چې له خلکو سره همغږي يو، دولت په تېرو يوولسو کلونو کې په ځانګړي ډول د برېښنا او د سړکونو په جوړولو کې پاملرنه نه ده کړې."
هغه زياته کړه، چې د دولتي جنراتور يو کيلوواټ برېښنا په ۶۰ افغانۍ ده، چې هغه هم د چغچران ښار په نيمه برخه کې شته، دا د غور د بې وزله خلکو لپاره ملاماتونکې بيه ده.
احسان زياته کړه، چې د هرات-کابل او غور-کابل مرکزي سړکونو جوړولو ته، چې له باميان او ميدان وردګو ولايتونو تېريږي او تر کابله رسېږي او د غوريانو مهمه اړتيا ده، هېڅ پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د نورو ولايتونو سړکونه پاخه شوي دي.
د چغچران د کسبګرو له ډلې يوه تن سلطان محمد وويل: "په غور کې د سړک نه شتون، د خوراکي، سون او ودانيزو توکو د بيو لوړوالي لامل ګرځېدلی دی."
هغه زياته کړه، چې په هرات کې يوه بورۍ سمنټ په ۲۵۰ افغانۍ پېرل کېږي، خو په غور کې په ۵۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د اوړو، ګازو او لرګيو بيې هم د هرات او کابل په پرتله په غور کې دوه برابره دي او که چېرې د غور د مرکزي سړک بيارغونه او قير اچونه وشي، نو بيې به ښکته او د خلکو اقتصاد به ورسره وده وکړي.
بلخوا بيا په ولسي جرګې د غور د خلکو استازې سيما جوينده، چې په لاريون کې يې ګډون کړی و، ګواښ وکړ، که دولت يې دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي، نو د غور خلک به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو او نورو دولتي پروګرامونو کې ګډونه ونه کړي.
هغې وويل، دوی ځو ځلې هڅه کړې، چې دولت دې د غور د خلکو ستونزې په ځانګړي ډول د سړک او برېښنا ستونزې، چې ولسمشر کرزي يې د بوديجې ژمنه کړې، حل کړي، خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې، له همدې امله دوی يو ځل بيا د غور له خلکو سره په ګډه خپل غږ اوچت کړی دی.
دغه لاريون، چې نن سهار پيل شوی و او د غرمې تر يوې بجې يې دوام وکړ، په سوله ييز ډول پای ته ورسېد، خو يو شمېر لاريونيانو ګواښ کاوه، که يې غوښتنې پوره نه شي، نو د ولايتي شورا دفتر او د چغچران ښار چې په زرګونو هټۍ لري، همداسې تړلي وي.
خو د غور والي سيد انور اعلی رحمتي پژواک ته وويل، ټاکل شوې د ده په ګډون د ولايتي شورا، ولسي جرګې، د مخورو او سپين ږيرو يو پلاوی کابل ته ولاړ شي او د دغو ستونزو د له منځه وړو په موخه له ولسمشر کرزي او اړوندو وزيرانو سره خبرې وکړي.
نوموړي د غور د خلکو غوښتنې پر ځاى وبللې او زياته يې کړه، چې په غور کې د بيارغونې په برخه کې پاملرنه نه ده شوې او خلک حق لري، چې خپل غږ د ورته سوله ييزو خوځښتونو له لارې اوچت کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.