Massive polls’ rigging reported in Nuristan

 
جلال اباد ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣): د نورستان د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان ادعا کوي، چې په ټاکنو کې د ټاکنو دکمېسيون او سيمه ييزو چارواکو په لاس وهنه په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.دغه کانديدان ، چې شمېر يې اتو تنو ته رسېده او د احتجاج په توګه جلال اباد ښار ته راغلي وو، دغه څرګندونې د وري په ٢١مه، خبريالانو ته وکړې.
دوی ويل، د ټاکنو په ورځ د نورستان په هغو سيمو کې چې ټاکل شوې وه انتخاباتي مرکزونه پرانيستل  شي ، جګړې پيل شوې او د رايو صندقونه په کورونوکې ډک شول.
دوی د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې په نورستان کې پاکې رايې له ناپاکو جلا کړي.
د نورستان د ولايتي شورا يو تن کانديد امان الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييزو کار کوونکو، ولايتي چارواکو او امنيتي ځواکونو له خوا په ټاکنوکې پراخه درغلۍ شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنوپه ورځ دنورستان په هغوسيموکې ، چې ټاکل شوې وه انتخاباتي مرکزونه پکې پرانيستل شي جګړې پېل شوې او صندقونه دولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد سياف په ګټه ډک  شوي.
د ولايتي شورا يوه بل کانديد وويل، چې يو شمېر صندوقونه د ولايتي شورا د څو مشخصو کانديدانو په پلوۍ په کورونوکې ډک شول.
د نوموړي په وينا، داسې سيمې هم شته ، چې خلک پکې انتخاباتي مرکزونو ته د رايې اچونې لپاره نه دي تللي ، خو د ټاکنو کمېسيون ترې ډک صندقونه ولايتي دفترته وړي دي.
په نورستان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي مسوول  عزت الله نورستاني هم   يوه اندازه درغلۍ نه ردوي، خو وايي په هغه اندازه نه دي ، چې کانديدان يې يادونه کوي.
هغه زياته کړه، چې دوى به په دې ولايت کې دشويو شکايتونو په اړه کره څېړنه کوي او خپلې پايلې به مرکز ته لېږي.
بلخوا د نورستان والي وايي ، چې دغلته امنيتي او ولايتي چارواکو په ټاکنوکې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې او دوی يواځې د ټاکنوترسره کېدوته په بې طرفه ډول زمينه برابره کړې ده.
والي حافظ عبدالقيوم پژواک ته وويل ، چې په دې ولايت کې ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې او کومه ځانګړې ستونزه پکې نه وه رامنځته شوې .
په نورستان ولايت کې ٧٢ ټاکنيز مرکزونه په پام کې نيول شوي وو،  خو د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د ټاکنوپه ورځ ترې يواځې ۳۷ خلاص اونور تړلي و .
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.