فرهاد: بلخ کې به د تېر په پرتله راتلونکې ټاکنې ښې ترسره شي

 
مزارشريف (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د بلخ ولايت دولتي مسوولين وايی، چې په دغه ولايت کې به راروانې ټاکنې په هراړخيزه توګه د تېرو ټاکنو په پرتله ښې ترسره شي.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد د ليندۍ په ۲۴مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې راتلونکو ټاکنو ته د امنيت له پلوه خورا هيله من دى.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په څوارلسو ولسواليو کې د ټاکنو د کارتونو د وېش بهير په ښه توګه پيل او پرته له کومې امنيتي پېښې پای ته ورسېد.
د هغه په وينا، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، په ولسواليو کې د کارت اخيستنې په ترسره شوې پروسه کې ډېرو خلکو برخه  اخيستې، چې د ښځو ونډه په کې هم غوښنه ده.
د والي وياند وويل، لا هم د مزاشريف ښار په دوه حوزو کې په عمومي توګه د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه روانه ده.
نوموړي ومنله، چې په تېرو ټاکنو کې د امنيت له پلوه، د دغه ولايت د ټاکنو پروسه له يو څه ټکنيتوب سره مخ وه، خو راتلونکو ټاکنو ته هيله من دی.
د هغه په خبره، په تېرو ټاکنو د بلخ ولايت په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله عامو خلکو په ټاکنو کې برخه وانخيستلی شوه.
خو د والي وياند د تېرو ټاکنو په اړه هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د بلخ ولايت په ځينو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره موازي د ځينو سياسي ډلو اړوند غير مسوولو وسله والو هم سيمه ناامنه کړې وه.
نوموړي زياته کړه: ((زه دا نه ردوم، چې په دغه ولايت کې به غير مسوول وسله وال نه وي، يو نيم به چېرې وي؛ خو هغوی د دې وس نه لري، چې د ټاکنو په څېر پروسه دې اخلال کړي.))
د هغه په وينا، د دغه ولايت امنيتي مسوولين د تېرو دوو ټاکنو د امنيت نيولو تجربه له ځانه سره لري، چې له امله به يې راتلونکې ټاکنې په پوره امن کې تېرې شي.
فرهاد وويل، دوی باور لري، چې د خلکو ملاتړ ورسره دی او د همدې ملاتړ له امله دوی ډاډه دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به دښمن د دې وخت پيدا نه کړي، چې د بلخ ولايت ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو د امنيت د ساتنې لپاره امنيتي پلان جوړ شوی، چې په پلي کېدو به يې حالت لا پسې ډاډمن شي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.