فيض اباد(پژواک، ۲۳ لړم ٩٢):د بدخشان د پوهنې بهير په تېره يوه لسيزه کې دپام وړ پرمختګ کړى، چې د نجونو په ګډون يې د زده کوونکو شمېره لوړه شوې، خو دا چې بدخشان د سختو لارو لرونکى او يو غرنى ولايت دى، نو د ښوونځيو د ودانيو له کمښت سره مخ دى او زده کوونکي يې تر شنه اسمان او خېمو لاندې زده کړې کوي.
خو د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې، چې ده ته د ولايت چارې سپارل شوي، د سلو ښوونځيو لپاره يې نوې ودانۍ جوړې کړې دي.
اديب وايي، چې ددې ښوونځيو ډېره برخه د نا دولتي بنسټونو په مرسته د بدخشان په بېلابېلو سيمو کې رغول شوې او له دې اړخه يې د زرګونو زده کوونکو ستونزه له منځته وړې ده.
 اديب وويل، د مرکزي اسيا موسسه ، چې په بدخشان کې يې په بېلابېلو سيمو کې ښوونځي جوړ کړي، په دې برخه کې د يادونې وړ ده او د بدخشان په سرحدي او خورا محرومو سيمو کې يې ښوونځي رغولي دي.
بدخشان والي وايي، چې تېر کال يې دهمدې موسسې پرمټ پنځوسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان ولايت په کچه ٦٥٠ ښوونځي شته، چې له ٣٢٩ زرو زيات هلکان او نجونې په کې زده کړه کوي.
ددې ښوونځيو له ډلې څخه يې ٢٢٥ لېسې، ١٨٩منځني ښوونځي او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي، چې  ښوونيزې چارې يې له ٢٠ څخه د زياتو ښوونکو او د پوهنې کارکوونکو له خوا مخته وړل کېږي.
 بدخشان والي له دې سره سره مني، چې لا هم ٢٥٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له مناسبو ټولګيو او ودانۍ څخه محروم دي، نوځکه تر خېمو او شنه اسمان لاندې زده کړه کوي.
شګوفه ددې ولايت له زرګونو زده کوونکو څخه يوه ده، چې په بدخشان ولايت کې د دولت او غير دولتي موسسو له هڅو سره سره د خپل ښوونځي د ودانۍ له نه شتون  څخه ځورېږي او له دولت نه د خپلې ستونزې دحل غوښتونکې ده.
دا چې د لسم ټولګي زده کوونکې ده په دې اړه وايي:((موږ ټولګى نه لرو، تر خېمه لاندې درس وايو، تر خېمه لاندې سبق يادول سخت دي، ځکه چې ګرمي او يخني دواړه راته مزاحمت کوي.))
 خو دپوهنې چاروکي بيا وايي، چې د پوهنې سيستم د تېرو کلونو په پرتله وده او سيستم يې تلپاتې پراختيا موندلې. د دوى پر وينا، چې په تېرو څو کلونو کې لسګونو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوي او دنويو ښوونځيو جوړولو لپاره هڅې دوام لري.
د بدخشان د پوهنې مرستيال رييس عصمت الله شرقي وويل، چې لس کاله وړاندې په دې ولايت کې نږدې ٣٠٠ ښوونځي فعال وو، خو اوس ددې ښوونځيو شمېر له دوه چنده هم زيات شوى دى.
دده په خبره ، ددې ښوونځيو له ډلې يواځې ٤٠ يې همدا روان کال تر کار لاندې وو، چې تر اوسه يې يو شمېر بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
ده په بدخشان کې د ٣٢ ديني مدرسو او دارالعلومونو د جوړېدو خبر هم ورکړ، چې سلګونو کسانو ته په کې د ديني زده کړو زمينه مساعده شوې ده.
 ددې ترڅنګ د خورشيد او پامير په نامه دوه خصوصي ښوونځي هم فعال شوي، چې سلګونه شاګردان په کې زده کړه کوي، خو ددې ترڅنګ بيا د قابلګۍ او منځي طب يو  يو منځى ښوونځى هم فعاليت لري.
د بدخشان د پوهنې مرستيال وايي، چې د ولايت په کچه د ليک لوست سلګونه کورسونه جوړ شوي، چې تر اوسه په کې ګڼ شمېر ښځې او نارينه د سواد له نعمت څخه برخمن شوي دي.
ددې کورسونو چارې د خيريه موسسو په ملاتړ او د پوهنپالو او فرهنګپالو په شخصي بوديجه مخته ځي.
 
ستونزې او پرمختګونه :
 د بدخشان والي وياند عبدالمعروف راسخ  وايي، چې اوسمهال ددې ولايت په هېڅ کومه برخه کې تړلى ښوونځى نه لري او له ښوونځيو سره د زده کوونکو لېوالتيا تر پخوا زياته شوې ده.
ده وويل، چې طالبان په ځينو ولسواليو کې فزيکي حضور لري، خو که د ګوتو په شمار هم وي، نو پوهنې ته يې زيان نه دى رسولى، ځايي استوګن تل د ولايت له مقام سره په اړيکه کې دي او د دا ډول خلکو فعاليت ته اجازه نه ورکوي.
راسخ زياتوي، چې له دې سره سره که بيا هم د پوهنې رياست له کومې ستونزې سره مخ شي، نو خپله ستونزه په ليکني ډول د ولايت مقام سره شريکوي.
 
 د پوهنې چارواکي وايي، د ودانيو نه لرونکي ښوونځي عموما د راغها، دروازها او د چين په سرحد کې د پامير ساحو کې موقعيت لري.
دوى د مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې پر وړاندې جدي ستونزه وبلله، خو زياتوي، چې دا ستونزه به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري د ازادې سيالۍ له لارې حل شي.
د پوهنې د چارواکيو پر وينا، د درسي کتابونو ستونزه د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې کمه ده او زده کوونکي يې ټولو درسي کتابونو ته لاسرسى لري، چې همدا کتابونه له کلنيو ازموينو وروسته ترې اخيستل کېږي.
دوى د دايمي برېښنا نه شتوالى هم يوه ستونزه وبلله او زياتوي، چې ښوونځيو ته کمپيوټرونه او پرنټرونه وېشل شوي، څو زده کوونکي ترې د ښوونيز نصاب سره سم استفاده وکړي، خو په ځينو ښوونځيو کې ترې د برېښنا د نه شتوالي په سبب استفاده نه شي کولى.
په بدخشان ولايت کې يو پوهنتون هم شته، چې په کې دنجونو په ګډون  له ١٥٠٠ څخه زيات محصلين زده کړه کوي.
د بدخشان پوهنتون رييس خسرو نظري وايي، چې په دې پوهنتون کې د کرنې، شرعياتو، ښوونې او روزنې، ادبياتو اواقتصاد پوهنځي فعال دي، چې د زده کوونکو نيمه برخه يې نجونې جوړوي.
ده وويل، چې اوسمهال يې زده کوونکي له هېڅ کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د نظري پر وينا،د پوهنتون ودانۍ او تاسيسات په وروستيو کلونو کې د حکومتي او نا حکومتي بنسټونو له خوا د ښوونې او روزنې پوهنځي پرته د فيض اباد په دشت قرغ  سيمه کې جوړ شوي او يواځې د ښوونې  او روزنې پوهنځى د فيض اباد په زاړه ښار کې پاتې دى.
د بدخشان د پوهنتون رييس وويل، چې د پوهنتون د دوو پوهنځيو لپاره تخصيص ورکړل شوى او پنځه محصلين يې هم د لوړو تحصيلاتو د ترسره کولو لپاره بهر ته استول شوي دي.
دى زياتوي، چې څه موده وړاندې دماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال بدخشان ولايت ته دسفر پرمهال د ولايت مالي امر ته حکم وکړ، چې د بدخشان پوهنتون د راتلونکي کال بوديجه کې يو ميليون ډالر ور زيات کړي، چې په همدې پيسو به د حقوقو او ټولنيزو علومو پوهنځي جوړ کړي.
د رييس پر وينا، چې په بدخشان کې په دولتي پوهنتون سربېره د برنا په نوم د لوړو زده کړو يوه خصوصي موسسه هم شته، چې سلګونه محصلين په کې په بېلابېلو برخو کې تحصيل کوي.
د بدخشان پوهنتون رييس زياتوي ، چې اوسمهال دې پوهنتون ته پاملرنه زياته شوې او ستونزې يې دهرې ورځې په تېرېدو سره حل کېږي.
 
خلک:
د فيض اباد ښار يو استوګن عنايت الله، چې په کوکچه عالي لېسه کې د دوولسم ټولګي زده کوونکى دى وايي ، چې په دې ولايت کې دتېرو دوولسو کلونو په پرتله د پوهنې وضعيت او د ښوونکو له خوا د تدريس چارې ښې شوې دي.
دده په خبره، اوسمهال يې ښوونکي له ټولو درسي پلانونو سره بلدتيا لري او کولى شي، چې تدريس په منظم ډول مخته يوسي.
دې زده کوونکي زياته کړه:((امنيت خوندي دى، نجونې او هلکان په ډېره لېوالتيا سره ښوونځي ته ځي، دوى د راتلونکي لپاره درس وايي، ځکه چې راتلونکى نظام او دهېواد برخليک دهمدې ځوانانو په لاس کې دى.))
عنايت الله د پوهنې له چارواکيو وغوښتل، څو د ښوونکي په لا مسلکي توب کې دې زياتې هڅې وکړي او مسلکي ښوونکي دې په ښوونځيو کې وګوماري، څو زده کوونکي له نوو ميتودونو څخه درس زده کړي.
 
ښوونکي او زده کوونکي:
 د مخفي بدخشي لېسې يوه زده کوونکې انګيزه  وايي، چې په ښاري ښوونځيو کې نظم ښه دى، خو تر کومه چې دلرې پرتو سيمو او ولسواليو د ښوونځيو په اړه اوري، نو د زده کوونکو حاضري د نګرانانو له خوا په اونيو اونيو نه اخيستل کېږي.
دا چې د خپل ښوونحي په نهم ټولګي کې زده کړه کوي، زياتوي چې په ښوونځي کې نظم رعايت شوى، خو حاضري بيا هغه څه دي، چې که په پرله پسې ډول وانه خيستل شي، نو زده کوونکي د درس او ښوونځي پر وړاندې تېښته کوي او په راتلونکي کې د ښوونځي وضعيت ګډ او وډ کېږي.
ددې لېسې يوه بله زده کوونکې نجيبه وايي، چې د برېښنا نه شتوالى د ښوونځيو بله ستونزه ده، ځکه چې په ډېرى ټولګيو کې کمپيوټر او لابراتوار شته، خو د برېښنا د نه شتوالي له امله ترې کار نه شي اخيستلى.
دا وايي، چې پوهنې وزارت کمپيوټر او لابراتوار په درسي نصاب کې ځاى کړي، خو کله چې برېښنا نه وي، نو اړينه وه، چې وزارت په درسي نصاب کې يو بل مضمون ځاى  کړى واى.
دا زده کوونکې وايي، چې دولت بايد د دوى اړينې اسانتياوې په نظر کې ونيسي او د ښوونځيو لپاره د ودانيو دکمښت ستونزه حل کړي.
 
خو د پوهنې چارواکي وايي، چې د پاتې ښوونځيو د ودانۍ رغولو ته يې هڅې پيل کړې، چې د پوهنې وزرات په پراختيايي بوديجه، مرستنديو هېوادونو او همکارو موسسو په مرسته به ورغول شي او د هر کال په تېرېدو به په ټول هېواد کې دا ستونزه حل کړي.
 
د تر سره شوې سروې له مخې، د بدخشان ولايت ٢٥ سلنه خلک لوستي دي او د پاتې نورو د با سواده کولو لپاره د سواد زده کړې روزنيز پروګرامونه د پوهنې وزارت او نورو هغو موسسو په مرسته ، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي، جريان لري.