مينمه(پژواک، 22 لړم ٩٢):د فارياب ولايت چارواکي ددې ولايت امنيت د تېر په پرتله ښه بولي، خو خلک بيا له دې اړخه اندېښنه لري او د دولت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
فارياب د هېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى او اوسېدونکې يې وايي، چې په ځينو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليت د امنيت په اړه پوښتنې پيدا کړې دي.
خو د فارياب والي محمدالله بتاش وايي، چې د ولايت امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله څو برابره ښه شوى دى.
 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلې دې خبرې لپاره دلايل هم لري، دى تېر کال له دې ولايت څخه دايساف ځواکونو له وتلو سره سم د والي په توګه وټاکل شو، پخوا امنيتي وضعيت ښه نه ، د ميمنې ښار شاوخوا نا ارامې وې او هره ورځ له درېيو تر پنځو د ترور پېښې رامنځته کېدې.
بتاش زياتوي، چې د پشتونکوټ ولسوالۍ غرنۍ سيمې د څلور کلونو لپاره د وسله والو مخالفينو په لاس کې وې ، خو اوس د امنيتي ځواکونو په هڅو او د خلکو په همکارۍ چاڼ شوې دي.
 سرچينه زياتوي، چې په ډېرى ولسواليو کې امنيتي ستونزې نه شته، يواځې د مرکز او د سختو لارو لرونکو ولسواليو په څوساحو کې ستونزې  او امنيتي ننګونې ليدل کېږي، چې د له منځه وړو هڅې يې دوام لري او غواړي، چې دا ستونزې هم د امنيتي پلانونو په طرحه کولو له منځه يوسي.
 والي وويل:((په غورماچ ولسوالۍ کې ستونزه لري، همدا تېره ورځ يو پاکستانى شپږ کسيزه پلاوى غورماچ ته راغلى،  چې د طالبانو وسلې يې راجستر کولې او پيسې يې وېشلې، څو طالبان په قيصار کې دحلقوي سړک او المار بند پروژو مخنيوى وکړي.))
بتاش وايي، چې د قيصار له اړخه د حلقوي سړک کار تېره ورځ پيل شوى او په ښه ډول مخته ځي، يواځې په المار ولسوالۍ کې طالبان کوښښ کوي، چې سترې پروژې دې عملي نه شي.
 د فارياب د والي پر وينا، په قيصار کې د حقلوي سړک د کار پر وړاندې  ستونزه وه، خو اوس رفع شوې ، د المار بند شاوخوا چاڼ شوې، طالبان يې شړل شوي دي او امنيتي ځواکونه لا هم دا ساحې پاکوي.
ځايي چارواکي وايي، چې دالمار بند د ٥٤ ميليونو ډالرو په لګښت جوړېږي،  چې ددې بند په جوړېدو سره به له ٣٠ زرو هکتارو څخه زياته ځمکې خړوبې شي.
ددې ترڅنګ د څښاک اوبو دوه کانالونه او ١٠ کيلومتره سړک  د ولسوالۍ له مرکزه تر المار بند پورې ددې پروژو برخه ده، چې لګښت يې د اوبو او برېښنا وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.
 خو د فارياب ولايتي شورا رييس مولوي رحمت الله ترکستاني وايي، چې امنيتي وضعيت د تېر په پرتله خراب شوى او خلک يې اندېښمن کړي دي.
دى زياتوي، چې په المار، قيصار، غورماچ، پښتونکوټ او دولت اباد کې امنيت ورځ تر بلې خرابېږي او دولت شاه د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې ده.
 خو د فارياب والي وايي:((ددې برعکسِ ! امنيتي وضعيت خراب نه دى، راځى چې نظر پوښتنه وکړو، که لسو کسانو وويل، چې امنيت خراب شوى زه استعفا ورکوم.))
 د ولايتي شورا رييس وايي، چې دولت بايد دامنيتي ځواکونو په سر کې هغه کسان وګوماري، چې د فارياب استوګن وي، ځکه چې دوى په سيمو کې بلد دي او امنيت خوندي کولى شي.
د فارياب والي وايي، چې دى او امنيه قوماندان خپله د فارياب اوسېدونکي نه دي، خو دا مانا نه لري، چې د چارو په مخته وړلو کې ټنبلي کوي.
ده وويل، چې امنيتي ځواکونه لکه پوليس او ملي اردو د امنيت په تامين کې هڅې کوي.
 د فارياب ولايتي شورا رييس وايي:((څو ځله د طالبانو په مقابل کې ولسي پاڅون وشو، که چېرته دولت له دا ډول پاڅونونو ملاتړ وکړي، نو طالبان به وشړل شي او خلک به د خپلو کليو امنيت خپله ونيسي.))
نوموړي وويل:((  پوليسو ته په پوستو کې وسلې او مهمات نه ورکول کېږي، طالبان بريدونه کوي، پوستې سوځوي او د وطن بچيان وژني.))
 د قيصار يو استوګن قربان ګلدي وايي، چې طالبانو تېره مياشت د سيمه ييزو پوليسو په درېيو پوستو بريدونه وکړل، خو پوليسو له څو هوايي ډزو وروسته خپلې پوستې له مقاومت پرته پرېښودې.
دى زياتوي، چې طالبانو يادې درې پوستې وسوځولې، چې په څنګ کې يې لسګونه جريبه د غنمو کښتونو هم اور واخيست او کروندګر يې تاواني کړل.
 خو دقيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، چې ددې مرګ ژوبلې او پوستو تسليمېدو علت دا و، چې سيمه ييزو پوليسو خپلسر او مستقلانه عمل کړى او له ځايي چارواکيو سره يې سلا مشوره نه وه کړې.
دده په خبره، د طالبانو په دې بريد کې د امنيتي پوستو پنځه سيمه ييز پوليس ووژل شول، خو خپله يې هم خپل څلور کسه له لاسه ورکړل.
 د وسله والو طالبانو اوامنيتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې د خلکو بې ځايه کېدل هم ددې ولايت د اوسېدونکو له نورو اندېښنو څخه دي.
 د قيصار ولسوالۍ يو مخور محمد ابراهيم وايي، چې په جګړه کې تل دواړه خواوې يو بل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، چې له مبالغې ډکې وي، خو حقيقت دادى، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوړي.
 هغه زياته کړه:(( دواړه ښکېلې خواوې ملامتې دي، ځکه، چې ډېرو کورنيو د ځان  له وېرې خپلې سيمې پرېښې او امنو ساحو ته يې پناه وړې ده.))
دغه مخور زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو پر ضد دې له هوايي بريدونو کار واخيستل شي،ددې ترڅنګ دې پخواني ځايي قوماندانان د وسله والو مخالفينو په ورکولو کې ددولت ملاتړ وکړي.
د قيصار يو استوګن حاجي رحمت الله وايي، چې د جګړې په جريان کې د هاوان مرمۍ د استوګنې په کورونو لګېږي، ، چې تر اوسه په کې يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي او  په دې ټپيانو کې يوه ١٧ کلنه نجلۍ هم شته.
هغه زياته کړه:((موږ له طالبانو او دولت  څخه غواړو، چې د نښتې په جريان کې دې ملکي مرګ ژوبلې ته پاملرنه وکړي.))
 نوموړى زياتوي، د ميرک له کلي هم ٢٠٠کورنۍ د جګړې له وېرې د قيصار مرکز ته را بې ځايه شوې دي.
د ولسي جرګې غړى فتح الله قيصاري هم وايي، چې خلک جګړې ځپلي او تراوسه پورې پنځه زره کورنۍ په ځانګړي ډول د قيصار له خواجه کنتي او غوره څخه نورو امنو ځايونو ته کډه شوې دي.
ده د پوليسو په رول هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې دولت بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يو منظم پلان  ونيسي او خلکو ته د تګ راتګ زمينه مساعده کړي.
د قيصار دې اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د قيصار د سيمه ييزو پوليسو د ٣٠٠ کسانو د کنډک په راس کې سيدشاهرخ شاه جناب  دنده لري، په داسې حال کې چې يو بې تجربې او غير مسلکي سړى دى او د سياسي تړاو له مخې ګومارل   شوى .
د قيصاري په خبره، جناب له خپلو افرادو سره ناوړه چلند کوي، حتى د تېرو څلورو مياشتو تنخوا يې هم نه ده ورکړې، چې دې کار د پوليسو په روحيه ناوړه اغېزه کړې او ځينې سيمې يې د خواجه کنتي په شمول له لاسه ورکړې دي.
 د ولسي جرګې دا غړى زياتوي، چې له کابل نه دې يو پلاوى راشي او ددې سيمو د سقوط عوامل دې و ارزوي او د پوليسو په مشرۍ دې  له سره کتنه وکړي.
 د فارياب والي هم وايي:((موږ له سيمه ييزو پوليسو سره ستونزه لرو، ددې پلويان يو، چې پوليس له ځايي توب څخه راووځي.))
دى زياتوي، چې سيمه ييز پوليس د دښمن د نفوذ سبب ګرځي، نو اړينه ده، چې په ملي پوليسو بدل شي.
 خو سيدشاهرخ شاه جناب، چې دمشرانو جرګې دغړي سيد فرخ شاه جناب ورور هم دى، د قيصاري ادعاوې ردوي او وايي، چې خواجه کنتي د غور او بادغيس ولايتونو څخه د طالبانو د پراخه او ډله ييز وسله وال يرغل له امله سقوط شوې ده.
دده په خبره، بل علت يې دادى چې طالبان  د هاوان، راکټ او دهشکې په څېر وسلې لري ، خو له پوليس سره نه شته.
نوموړى زياتوي، چې د قيصار ولسوالۍ د نواباد او شلمه سيمې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو له واکه  وېستل شوي او د ځينو نورو سيمو د بېرته نيولو لپاره هم هڅې پيل شوې دي.