ميمنه(پژواک، ۲۳ لړم ٩٢):د فارياب ولايت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د سړکونو او بندونو دپروژو په شمول د بيارغونې بهير په وروستيو څو کلونو کې ښه و، خو وايي، چې د ځينو پروژو کارونه يا ځنډېدلي او يا هم په ډېرې سستۍ مخ پر وړاندې  ځي.
د فارياب والي محمد الله بتاش وايي، چې له ترکمنستان څخه ددې ولايت مرکز ميمنې ښار او نورو ولسواليو ته د برېښنا غځول له مهمو پروژو څخه يوه ده، چې په زرګونو کورنيو ته يې د برېښنا د ورکړې زمينه مساعده کړې ده.
هغه د ولايت مقام د کمپلکس ، عدليې رياست، سوداګرۍ خونې او  ولادي – نسايي روغتون د ودانۍ رغول د بيارغونې يوه برخه وبلله  او ويې ويل، چې د ولايتي روغتون ودانۍ هم د جوړېدو په حال کې ده.
 د فارياب والي زياتوي، که څه هم د ميمنې ښار سړکونه پاخه شوي، خو ښار پراختيا نه ده موندلې او لا زيات  قير کولوته اړتيا لري.  له همدې امله به په راتلونکي کې د ٣٠ کيلومتره نور سړک د پخولو چارې هم پيل شي.
بتاش وويل، دغه سړک د فوايد عامې وزارت له خوا پخېږي او د ميمنې ښار اوسېدونکو ته به اړينې نښلوونکې اسانتياوې برابرې کړي.
دده په خبره، له ميمنې څخه د کوهستان ولسوالۍ پر لوري له سل کيلومترو څخه زيات سړک د پخېدو پروژې مطالعه هم بشپړه شوې او داوطلبۍ ته تللې ده.
فارياب والي وايي، چې سږ کال يې د ملي پيوستون پروګرامونو په ګډون ٧٠٠ پروژې  درلودې، چې مهمې هغه يې له قيصار څخه د بادغيس تر بالامرغاب ولسوالۍ پورې د حلقوي سړک کار دى. ددې سړک کار د څو کلونو لپاره په ټپه ولاړ و، خو اوس يې کار بېرته پيل شوى او په برياليتوب سره مخته ځي.
 بتاش زياتوي، چې د المار بند کار هم ځنډول شوى، خو له تېرو درېيو کلونو راهيسې پرې چټک کار پيل شوى دى.  ددې سترې پروژې ٧٠ سلنه کار د يوه تاجکستاني شرکت او پاتې يې د کورنيو شرکتونو له خوا مخته وړل کېږي.
ځايي چارواکي وايي، چې د المار بند د ٥٤  ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او ددې بند په جوړېدو سره به له ٣٠ زرو هکتارو زياته ځمکه خړوب شي.
ددې ترڅنګ د څښاک اوبو دوه کانالونه او د ولسوالۍ له مرکز څخه تر المار بند پورې د ١٠ کيلومتره سړک جوړونه هم ددې پروژې يوه برخه ده، چې لګښت يې د اوبو او برېښنا وزارت د پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.
 دا په داسې حال کې ده، چې دالمار ولسوال محمد صالح صالح پخوا ويلي وو:(( موږ د المار بند له کار نا راضه يو، په پام کې لرو، چې ډېر زر د ځايي مشرانو او سپين ږيرو سره کابل ته د اوبو او برېښنا وزارت ته ورشو او خپله دا ستونزه ورسره مطرح کړو.))
دده په خبره، همدا  اوس دکار موسم دى، خو کار يې درېدلى  او  د دوو شرکتونو قرار دادي کارکوونکي او چارواکي هم نه ليدل کېږي.
د سيمې يوه مخور نورمحمد هم وويل، چې تېر کال د اوبو او برېښنا وزير المار ته راغى او ژمنه يې وکړه، چې ددې بند عملي کار به ډېر ژر پيل شي، خو د وزير ژمنه يواځې تر ژبې پورې پاتې شوه.
 
دى زياتوي:((د المار ټول اوسېدونکي کروندګر دي، حاصلخېزه ځمکې لري، خو د اوبو له کمښت سره مخ دي او دې ته اړتيا لري، چې د المار بند ژر جوړ او د کرنې د ودې په موخه د اوبو ستونزه حل شي.
له بلې خوا د فارياب والي وايي، چې د بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو د ٧٥ کيلومتره سړک او د پشتونکوټ د ميمنه- خواجه موسى ولسوالۍ  د ٣٤ کيلومتره سړک سروې هم  بشپړه شوې او عملي کار به يې په راتلونکې کې پيل شي.
دا پروژې د فوايدعامې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه تمويلېږي.
 د فارياب والي وايي، چې پشتونکوټ کې د دهن درې او په کوهستان کې د ابګرمک سربندونه  هم جوړېږي.
دده په خبره، همدا اوس هندي انجنيران فارياب ته راغلي او ددې بندونو مطالعه چې د نړيوال بانک له لوري تمويل او  په جوړولو يې په سلګونو هکتاره ځمکه خړوبېږي، پيل شوې ده.
خو فارياب والي وايي، بنسټيزه ستونزه داده، چې  د بيارغونې ١٣ پروژې ، درې يا څلور کاله وړاندې په اړوند وزارت کې قرار داد شوي ، يايې کار ځنډول شوى او يا هم په ډېره سستۍ مخ پر وړاندې ځي.
 ده له نشه يي توکو سره دمبارزې، کليو او پراختيا او فوايد عامې  وزارتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د بيارغونې بله ستونزه د فارياب د اتو ولسواليو لپاره د ودانيو نه شتوالى دى، چې تر اوسه نه دي جوړې شوې، خو شپږ نورې يې بيا ودانۍ لري.
د فارياب ولايتي شورا غړى محمد صادق لولاشي هم وايي، چې د بيارغونې په برخه کې بله ستونزه  په نيمايي کې د پروژو پاتې کېدل او د پروژو د کارونو نه پيلېدل دي.
 دى زياتوي، داسې پروژې هم شته، چې د دوو کلونو په ترڅ کې بايد تکميل شوې واى، خو پنځه کاله کېږي، چې د کار يوه نښه يې هم نه ښکاري.
 لولاشي ورزشي لوبغالى، زېږنتون او د ميمنې ښار د اوبو رسولو شبکه ددې پروژو د بېلګې په توګه ياد کړل  او ويې ويل:(( دپروژو قرار دادونه په مرکز کې کېږي، د فارياب خلک ترې ناخبره وي،ودانيز شرکتونه هم کار ته نه حاضرېږي.))
د ولايتي شورا دا غړى، چې خپله هم د فارياب د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، چې ددې ولسوالۍ دخلکواساسي ستونزه د لارو سختوالى دى، چې همدا اوس د تېر بند ترکستان په لاره واوره ورېدلې او لار يې بنده کړې ده.
 ده زياته کړه، چې نښلوونکې لارې د راتلونکي کال د غويي تر ١٥مې بندې وي او خلک دغرونو په سبب نه شي کولى، چې ګاوڼديو ولايتونو لکه بادغيس او غور  ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي.
لولاشي وويل، چې وچکالۍ خلک ځپلي او اوس مهال د يو من اوړو بيه دوه سوه افغانيو ته رسېدلې ده.
د ولايتي شورا دا غړى زياتوي:(( زموږ خلک د سړکونو جوړونې او پخونې ته سخته اړتيا لري، خو تر اوسه يې کومه بېلګه نه تر سترګو کېږي.))
 فارياب له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او بله برخه يې د اندخوى ٣٦ کيلومتره پوخ  شوي سړک جوړه کړې ده ، چې د اقينې سوداګريز بندرهم په کې دى.
اندخوى د ولسوالۍ د مرکز، قرم قل، خانچارباغ او قرغان څخه جوړه شوې ده.
 داندخوى ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رييس عظيم مسګر وايي، چې پخوا د اندخوى مرکز – اقينه بندر خام و او سوداګر د خپلو مالونو په لېږد کې له ستونزو سره مخ کېدل، خو اوس يې په پخېدو سره ستونزه حل شوې او ورته د لېږد اړينې سوداګريزې او نښلوونکې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
 ده زياته کړه، چې ددې پروژې ټولې پيسې ٢٢ ميليون  ډالره کېږي، چې د نړيوال پراختيايي اسلامي بانک له خوا ورکړل شوي او د فوايد عامې وزارت له خوا عملي شوې دي.
خو نوموړي وويل، چې اقينه بندر اړينو تاسيساتو ته اړتيا لري.
 مسګر وويل، چې د اقينه بندر د احاطې نه پخېدل او د هنګر، کرن او څښاک اوبو په څېر د اړينو  تاسيساتو نه شتوالى ټول  د شته سوداګريزو  ستونزو په توګه ياد او دحل غوښتنه يې وکړه.