قلعه نو (پژواک ١٩ وږى ٩٢): د بادغيس د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دى، خو د مسلکي ښوونکو کموالى يې لويه ستونزه بللې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس سيد ضياءالحق وثيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ٤٣٥ ښوونځي فعال دي او هېڅ بند ښوونځى نه لري.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ په ولايت کې د يوه دارالعلوم په ګډون ١٥ ديني مدرسې، څلور تخنيکي او مسلکي لېسې او دوه د ښوونکي د روزنې مرکزونه لري.
وثيق وايي، چې تخنيکي او مسلکي  لېسې د ولايت په مرکز قلعه نو، بالامرغاب او قادس ولسواليو کې دي.
د پوهنې رييس وويل، چې په بالامرغاب او ابکمري ولسواليو کې هم د دارالعلوم څانګې رسمي دي، خو د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله تر اوسه نه دې فعالې شوې.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې ٨٥ زرنه هلکان او ٣٨ زره نجونې پر زده کړو بوخت دي، دغه راز د ښوونکي د روزنې په مرکز کې ٥٤٠، په تخنيکي او مسلکي څانګو کې ٣٨٠ په زده کړو بوخت دي.
لاسته راوړنې او ننګونې
د پوهنې رييس سيد ضياءالحق وثيق وايي، چې په دغه ولايت کې پوهنه په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده، ښوونځي ټول فعال دي، په دې برخه کې امنيتي ستونزې نه لري او په ښوونځيو کې د نجونو شمېره هم زياته ده.
هغه زياتوي، چې تر اوو کلونو ځنډ وروسته بالامرغاب او له ١١ کلن ځنډ وروسته جوند ولسوالۍ ته درسي کتابونه لېږدول شوي دي.
دى وايي چې په دې سيمه کې د سيمې قومي مشرانو او طالبانو هم مرسته کړې ده.
د معارف رييس وويل، چې د دوى ١٥٠ بابه مکتبونه د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې دي او هغوى ورته هېڅ ستونزه نه جوړوي.
د نوموړي په وينا، سږ کال په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې ١١ پروژې تر کار لاندې دي چې ډېرى يې په ولسواليو کې دي.
خو هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو نه شتون د پوهنې د بهير پر وړاندې لوى خنډى دى او له مرکزي حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
وثيق دغه راز وويل، چې په دغه ولايت کې د پښتو او دري ژبو تر څنګ ازبک او ترکمن توکم هم اوسېږي، خو زده کړه ټوله په دري ژبه ده، چې د نورو ژبو زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.
خلک
د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ تن ديني عالم مولوي اسماعيل وايي چې ماشومانو ته پخپله مورنۍ ژبه زده کړه ورکول دهغوى قانوني حق دى.
د هغه په وينا، يوه زده کوونکي ته په يوه مهال د علم زده کړه او د پردۍ ژبې زده کول ستونزمن کار دى او د هغه پر پوهنې بده اغېزه کوي.
دى وايې، چې په دې ولسوالۍ کې لسګونه زده کوونکي د دې لپاره چې کتابونه يې په مورنۍ ژبه نه دي، له زده کړې پاتې شوي او ښوونځيو ته نه ځي.
مولوي اسماعيل له حکومت څخه وغوښتل، چې دا ستونزه جدي ونيسي او د هوارولو لپاره پر وخت اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه، ((موږ په ليکلي او شفاهي ډول څو ځلې سيمې ته پښتو کتابونه غوښتي او غواړو يې دا زموږ حق دى او د ګټلو لپاره به يې سوله ييزه مبارزه کوو. موږ د بل چا پر حق تېری او د چا ژبې ته توهين نه کوو، بلکې پښتو زموږ ژبه ده او پرمختګ يې زموږ له دندو څخه ده.))
زده کوونکي او ښوونکي
د مقر ولسوالۍ اسېدونکى او زده کوونکى محمد ابراهيم وايي، چې د زده کړې کچه ټيټه ده، مسلکي ښوونکي نه لري او پر وخت کتابونه هم ورته نه رسېږي.
دى وايي: ((تر څلورم ټولګي مې زده کړې وکړې، خو اوس هم په ليک لوست سم نه پوهېږم، زه په دري نه پوهېدم او کتابونه هم ټول په دري ژبه کې وو، هسې مې څلور کاله ضايع شول.))
د مرکز قلعه نو ښار د يوه ښوونځي ښوونکى عبدالبصير وايي، چې دوى د مسلکي ښوونکو، د امتيازاتو کموالي او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي.
شنونکي
په لوېديځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالقادر رحيمي وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړې د يوه ماشوم حق دی او اسانتيا برابرول د دولت له بشري دندو څخه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له بده مرغه په افغانستان کې اوس هم په دې برخه کې حکومت د بشر د حقونو نقض لري.
رحيمي وايي، چې په بادغيس کې دغه ستونزه شته او دوى تل په دې اړه خپل غږ پورته کړى دى او په راتلونکي کې به هم دغه کار وکړي.
د بادغيس د پوهنې رييس هم دغه حقيقت مني او زياتوي، چې دوى په دې برخه کې ځيني اقدامات کړي دي.
هغه زياتوي، چې دوى ځينو سيمو ته په پښتو ژبه کې درسي مواد لېږلي دي.
وثيق وويل، چې په دې وروستيو کې يې بالامرغاب ولسوالۍ ته سل زره ټوکه پښتو کتابونه لېږلي دي.