١-بادغیس ملی راډيو:
د بادغیس ملي راډیو: دغې راډيو په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د شوروي پلوه حکومت د نظامي اهدافو او تبلیغاتو په خاطر د مخابرې له یوې دستګاه څخه په استفاده خپرونې پيل کړې . په درې لسیزو جګړو او تحولاتو کې څو ځله بنده او یا يې لڼدمهاله نشرات لرل. بيا په ۲۰۰۴ کال کې بادغیس کې میشت د هسپانېې ولایتي بیارغونې ډلې په مالي مرسته د ایف ایم په څپو عیاره او په تجهیزاتو اکمال شوه. د نشراتو ساحه يې د بادغیس مرکز قلعه نو پورې محدوده ده ، رسمي کار کوونکي یې له حکومتي تشکیل سره د ګوتو په شمار دي، خو تر۱۵ تنو ځوانان په افتخاری بڼه کار په کې کوي، په شپه او ورځ کې ۱۷ ساعته نشرات لري.
٢-د بادغیس ملي تلویزیون:
بادغیس کې ملي تلویزیون دستګا په ۲۰۰۵ لمريز کال کې فعاله شوه، خو لایې هم چارې ټګنۍ دي. دغه تلویزيون ۷ تنه اداري او  تخنيکي کار کوونکي لري ، د ورځې اته ساعته نشرات لري، چې تر ډیره بریده د مرکز کابل د ملي تلویزیون نشرات په مخامخ ډول خپروي. د بادغيس ٤٠ تنه ځوانان له دې تلويزيون سره افتخاري همکاري کوي.
٣-بادغیس فلم:
بادغیس فلم یو شخصي کولتوري بنسټ دی، مشري یې د یوه ځوان لیکوال عبدالله خردمند دراني پر غاړه ده، تر اوسه یې ۳۱ مستند فلمونه جوړ کړي . څلویښت تنه په رسمي او لسګونه نور ځوانان افتخاری تمثیل پکې کوي. په ۱۳۸۸کال یې د اطلاعاتو او کولتور وزارت څخه د فعالیت اجازه پاڼه اخیستې او د ۱۳۹۱ کال په وروسیتو کې د همدغه وزارت له خوا د افغانستان په کچه د ښه فعالیت ستاینلیک ورکړل شوی دی.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۷۰۵۱۸۰۹
بريښناليک: [email protected]   
٤- حنظله راډیو:
دا راډیو په بادغیس کې یوه فعاله راډیو ده، چې په ۱۳۸۶ کال کې د عبدالرحیم رحماني له لوري رامنځته شوې، چې اته ساعته خپرونې لري. دغه راډیو د اعلانونو له لارې تمویلېږي او څلور تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۵۵۰۵۳۵۷ ـ ۰۷۰۰۴۱۹۴۲۴
برېښنالیک: [email protected]
٥-بادغیس غږ:
دا په بادغیس کې یوه فعاله چاپېدونکې میاشتینۍ خپرونه ده، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست له لوري هره میاشت چاپېږي. دمګړۍ په کې یوازې دوه تنه په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۹۰۰۲۴۴۸ ـ ۰۷۹۹۵۹۱۰۱۷
۶- خورشید بانوان:
دا هم په بادغیس کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې فعاله مهالنۍ خپرونه ده، چې په ۱۳۸۹ کال کې د شریفې رحیم یار او محمد صدیق عاطف له لوري رامنځته شوې ده. یاده مجله په شخصي بودیجې تمویلېږي او څلور تنه په کې کار کوي.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۸۰۰۳۸۲۰ ـ ۰۷۹۹۶۶۲۶۵۹
برېښنالیک: [email protected]