Special Reports

 بادغيس د هېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى چې مرکز يې قلعه نو او د لوېديځ له اړخه د هرات، په خيتځ کې د فارياب، په شمال کې د ترکمنستان هېواد او په سوېل کې له غور ولايت سره ګډه پوله لري. دغه ولايت بېلابېل کاني توکي لري او پراخوالى يې ٢٣،٠٠٠ کيلومتره مربع کېږي.
د بادغيس ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې په وروستيو لسيزو کې د کانونو په برخه کې کومه کره سروې نه ده شوې، خو روسانو د قادس( ملمنجي سيمه) او مقر(توره شيخ سيمه)  ولسوالۍ د نفتو په برخه کې ځينې تفحصات تر سره کړي او په اړه يې شته معلومات په لاندې ډول دي:

قلعه نو ( پژواک ٢٦ وږى ٩٢ ) : د بادغيس ولايت چارواکي له امنيتي ستونزو سره سره د بيارغونې د چټګ پرمختګ خبر ورکوي، خو د ځينو ولسواليو اوسېدونکي بيا پخپلو سيمو کې د بيارغونې له نشتوالي شکايت کوي.
د  بادغيس د کليو د پراختيا رياست مرستيال انجنير محمد عثمان سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بيارغونې په برخه کې په دې ولايت کې پنځه ملي پروګرامونه روان د ي.
دى وايي ، چې په دې پروګرامونو کې د ملي پيوستون، د اوبو رسولولوملي پروګرام، د ټولنيزو چارو پروګرام، د کليوالي  سړکونو د جوړښت او د ښونې او روزنې د پرمختګ پروګرامونه دي.

قلعه نو( پژواک ٧ وږى ٩٢ ) : بادغيس ولايت چې د هېواد په لوېديـځ کې واقع دى، د خلکو اقتصاد يې پر کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ولاړ دى، خو خلک يې خپلو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکايت کوي.
دغه راز ددې ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې نا امنيو ددوى پر اقتصادي پرمختګ ناوړه اغېزه کړې ده.
د بادغيس د کرنې او مالدارۍ رييس حفيظ الله بنيش پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى .
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت اوسېدونکو د پخوا په پرتله ښې رمې او د څارويو ګلې لرلې، خو د نرخونو د ټيټوالي له امله يې مالدار له زيانونو سره مخ شوي دي.

قلعه نو ( پژواک ٢٣ زمرى ٩٢ ) : د بادغيس چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د وسله والو طالبانو تحرکات زيات شوي، خو د بريدونو کچه يې کمه شوې ده.
دغه ولايت د مرکز قلعه نو په ګډون اوه اداري واحدونه لري ، چې له منځه يې د بالامرغاب، جوند او مقر ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو واک پراخ دى.
د بادغيس د والي وياند محمد ميرويس ميرزکوال د دغه حقيقت د منلو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته ددې ولايت د امنيتي ځواکونو پياوړتياڅخه ډاډ ورکړ.
خو ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا له نا امنيو څخه سر ټکوي او زياتوي ؛چې ورځ تر بلې يې امنيت خرابيږي .

قلعه نو (پژواک ١٩ وږى ٩٢): د بادغيس د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دى، خو د مسلکي ښوونکو کموالى يې لويه ستونزه بللې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس سيد ضياءالحق وثيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ٤٣٥ ښوونځي فعال دي او هېڅ بند ښوونځى نه لري.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ په ولايت کې د يوه دارالعلوم په ګډون ١٥ ديني مدرسې، څلور تخنيکي او مسلکي لېسې او دوه د ښوونکي د روزنې مرکزونه لري.
وثيق وايي، چې تخنيکي او مسلکي  لېسې د ولايت په مرکز قلعه نو، بالامرغاب او قادس ولسواليو کې دي.