د بادغيس والي احمد الله عليزى د حاجي عبدالکريم خان زوى په ١٣٥١ لمريز کال کې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې زېږيدلى دى . پر هېواد دشوروي اتحاد ديرغل پر مهال هغه له خپلې کورنۍ سره دپاکستان بلوچستان ايالت ته کډوال شو او هلته يې لومړنۍ زده کړې ترسره کړې. دغه راز هغه په حقوقو کې د ليسانس سند اخيستى دى.
عليزي تر زده کړې وروسته په ١٣٧٤ لمريز کال کې د پلان او بيارغونې موسسه جوړه کړه او په افغانستان کې يې فعاليتونه پيل کړل. نوموړي د کندهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رييس ، د ننګرهار د ولايت مرستيال ، د کابل د ولايت مرستيال او بيا ددې ولايت د والي په توګه دندې ترسره کړي او اوس د بادغيس د والي په توګه دنده ترسره کوي. د عليزي مورنۍ  ژبه پښتو ده ، خو په انګليسي، دري  او اردو ژبو هم پوهېږي .